ولور که خرڅلاو !

 
په جینۍ به پوره تر شپږو یا اوو لکو افغانیو نغد چغد ولور واخلي.
جینۍ ته به څه اخلي؟
۱:-دیګونه چمچې میشقابونه او نور، ته به وایې چې زوم دا دومره عمر واښه خوړل خو اوس به د انسان خوراک شروع کړي.
۲:- کمبلې، توشکې بالښتونه، فرشونه، ټغر یا قالینې، تختونه، کټونه جنراتور یا لمریزه ښیښه، بیټري او داسې نور، ته به وایې چې دا دومره وخت زوم په غوجل کې اوسیدو.
۳:- له پنځوسو تر سلو جوړو کالي، درجن د شونډو رنګونه، شل شامپوې، دوه درې درجنه صابون، او نور ټرت پرت، ته به وایې چې د زوم په کور کې لنګونه دي او د صفایۍ لپاره تر مرګه چانس نشته.
ډېر مې ولیدل له واده وروسته یې درېیم کال هم پوره کیږي، په ډاګټرانو ملایانو زیارتونو یې د ځانونو خولې وچې وي خو اولاد یې نه کیږي، دا ځکه چې سړي د ولور او نورو کورنیو مشکلاتو لپاره په پردي وطن کې د خپلې ملا بیخ په درندو چارو ویستلی وي نو څنګه به له داسې مشکلاتو سره نه مخ کیږي؟