غزل

ژوند نه دی په ژوند کی چی ارمان نه وی
نه دی عشق په عشق کی چی هجران نه وی

خوند د محبت په بیلتانه کی دی
نه ده مینه نه ده چی زړه وران نه وی

هر څه چی اسانه شی بی خونده شی
هر قیمتی توکی خو ارزان نه وی

شیخه نور د حورو صفت مه کوه
خوند به د شپی څه وی چی جانان نه وی

هر یو شی چی ډیر شی نو ګنډیر شی بیا
خوند به تری ضرور ځی چی یی پایان نه وی

کار چی شی بی پایلی نو بی خونده شی
قدر د هغه وی چی اسان نه وی

غم او خوښی دواړه تل تړلی دی
نشته خوښی نشته څو خفګان نه وی

هله متفق به شی قومونه ټول
منځ کی چی یی افغانستانیان نه وی

پریږده د بیلتون خبری مه کوه
وبه کړی ارمان که افغانان نه وی

مه کوه نظر ورته په سپکه نور
خوار پښتون خو تل به ناتوان نه وی

اوس د بل په لمسه که پښتون وژنی
تل به دا پردی او دا دوران نه وی

هله به له شره نه یی خلاص شو نور
څنګ کی چی مضیره ګاونډیان نه وی

شی به اتحاد په نوم ټول یو موټی
شرق او غرب چی دواړه شیطانان نه وی

فسق او فساد وی به تر هغو پوری
ورک چی جنګسالار ټوپکماران نه وی

سوله به تر ډیره پوری رانشی
خاوری نه نابود چی ظالمان نه وی

خود خو به کړیږو په غمونو کی
څو پر مونږ نازل پاک حاکمان نه وی

ما خو خوب لیدلی چی سبا به شی
تل به د یتیم څیری ګریوان نه وی

جوړ به مطیع نشی اوس په بل طبیب
څوچی یی له خپل یار نه درمان نه وی
 
مطیع الله رؤفي