
د2009 کال دسمبر په 5 مه نيټه د ماسپښين په 3 بجو د جرمني د کولن په ښارکې د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير له خوا د لوی اختر په مناسبت تفريحي غونډه جوړه شوه چې شا وخوا سل خويندو پکې ګډون کړی و.
غونډه د اغلې څانګې ((کارګرزوی )) له خواد قران مجيد د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه . د غونډې د وياندويۍ چارې اناهيتا روهي پر مخ وړلې .د غونډې په پيل کې ميرمن مريم (( ساپۍ)) خپله پرانستونکې وينا واوروله .
دا چې ډيرې خويندې د لومړي ځل لپاره بهير ته راغلې وې اود بهير له تګلارې سره په پوره ډول اشنا نه وې نو د دوی په غوښتنه د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير کړنلاره يو ځل بيا د اغلې ګلالۍ(( شير )) له خوا ولوستل شوه .ورپسې د هيواد تکړه شاعرې ميرمن هاجره حرکت د پښتني کلتور او بډايه فرهنګ په هکله په زړه پورې خبرې وکړې اوخپل ښکلی شعر او خوندورې څلوريزې يې د غونډې ګډونوالو ته واورولې
اغلې فيروزې ((ملنګ )) ، اغلې غرنۍ(( رووفي ))، اغلې څانګې ((کارګرزوی)) هم په خپل وار سره د اختر په هکله ښکلي او زړه راښکونکي شعرونه ولوستل .
د لومړۍ برخې په وروستۍ برخه کې زموږ وړو خويندو هره يوه حماسه ((رووفي)) تاتاره ((شير)) او ارزو(( قاضي خيل )) له خوا د پښتنو د ځينو دودونو او رواجونو په هکله په زړه پورې خبرې وشوې چې د ګډونوالو له خوا په تاوده هر کلي سره ولمانځل شوې.
د ډوډۍ د خوړلو وروسته د غونډې ددوهمې برخې شيبې د هيواد تکړه او ځوان سندر غاړي ايمل جان په ښکلو سندرو او د خويندو له خوا د ټوکو او لنډيو په ويولو سره ﻻ پسې رنګينې شوې وې
د غونډې په اخر کې د درې ګلاليو ماشومانو له خوا ځولۍ(( شير))، الفت ((برهاني)) او نازو ((قاضي خيل)) د مرحوم استاد اولمير سندره ((دا زموږ زيبا وطن )). په ترنم کې زمزمه شوه.
او غونډه د دعا په کولو سره د شپې په لسو بجو پای ته ورسيده .