
له کوره مو تر پاخه سړکه نیم ساعت لاره ده، تل هڅه کوم چې په پښو راووځم او له قدم وهلو خوند واخلم. هر کله چې له کوره راوځم نو د ځمکنیو ګلدانونو له ګلانو یو ګل راشکوم او په لاره یې بویوم، د معمول په څېر نن سهار هم له ګل سره راووتم تر پاخه سړک چې راورسیدم نو سید محمد کاکا مې ولید چې له شاه خان سره د سړک په څنډه کې روان ؤ. د دواړو په ټنډو خولې راماتې وې او یوې کېسې ته یې سره خندل، ورنږدې شوم سلام مې ور واچاوه، ادا یې کړ، سید محمد کاکا په ټنډه لاس چتر کړ سترګې یې چنګرې کړې ځیر ځیر یې راوکتل بیا یې وویل: ته د پلاني ځوی نه یې ؟
ـــ هو همغه یم!
له ټنډې یې لاس لرې کړ ژبه یې پلاستیکي غاښونو ته لاندې کړه ګوتې یې راتېرې کړې په غوږ کې یې ونیوم بل لاسې یې له غوږ پاس ککرۍ ته رامټه کړ زما غوږ یې د ځان طرف ته کش کړ ټس غږ یې وکړ، له خندا شین شو شا خان ته یې مخ ور واړوه ورته ویې ویل: دا مې شاګرد دی.
غوږ مې لږ درد وکړ خو له خوند ډک درد ؤ څنګ ته مې مخ تاو کړ دوکان رانږدې ؤ ورمنډه مې کړه یو غټ د میوې جوس او دوه پلاستیکي ګلاسونه مې راواخېستل سید محمد کاکا چې ولیدم نو په غوسه یې وویل: دادې ولې راواخېستل ؟ هله هله زر زر یې بېرته دوکان ته ور واپس کړه ګني دا غوږ د له بېخه باسم!
زه ورنږدې شوم شاه خان ته مې وویل: کاکا! ته ورته ووایه نن دې زما خبره واوري خیر دی بیا مې که غوږ ټسوي کنه هغه د ده خوښه.
شاه خان سید محمد کاکا ته مخ ورواړوه ورته ویې ویل: شاګر دې دی نن یې که یوه خبره واورې څه کفر خو نه دی باید خبره یې واورې!
سید محمد کاکا موسکی شو بیا یې وویل: خا بچیه اورم وایه څه وایې ؟
د ده لاس مې راونیو په څټ مې مچه کړ، زما په ګوتو کې د ببري ګل ؤ هغه مې په ګوتو کې ورکړ او ورته ومې ویل: نن د ښوونکي ورځ ده زما ګرانه ښوونکیه! درته مبارک دي وي.
سترګې مې ورپورته کړې د سید محمد کاکا سترګې له اوښکو ډکې وې لاس یې په سر راکېښود او په رپیدولو شونډو یې زما ټنډه مچه کړه ویې ویل: بچیه خدای دې تا ونازوي!
د میوې جوس مې لاس کې ورکړ ورته ومې ویل: دا مې د همدې ورځې په مناسبت تاسو ته تحفه راواخیست نو هیله ده چې دا کم ارزښته ډالۍ ومنې.
مخ یې شاه خان ته ورواړوه هغې په تونده ژبه ورته وویل: څنګه غلی یې؟ واخله، زړه یې مه ماتوه!
سید محمد کاکا زړه نا زړه رانه جوس واخیست او شاه خان ته یې وویل: زوی د لوی شه د دغو شیانو زړه مې چېرته ورباندي کيږي ځوان دی بې خرڅه نه شي.
ــ لا حول و لا قوّة! ته همداسې یې، راځه چې ځو ناوخته دی.
رخصت مو سره واخیست دوئ د ښوونځي په لور روان شول او زه د بازار لیني موټر ته ورپورته شوم.