زمرد د مار سترګې ړندوي/ ۸ برخه

     اى د پکهت ارشاكه ، اتله اوپهلوانه  
                                     ته زموږ دغه بورې ژړاوې اورې ... ؟
 
نږدې يوه مياشت كيده چې شیرين آغا هم دكابل تالان  ته ورمخه کړې وه ، هغه هم په كابل كې دچنداولو، اوافشارو په غميزوكې خپله برخه واخيسته اولكه دنورو سلګونوتالانګرو په شان ده هم دكابل تالان ته  دجانو بچی ادې په هڅونه ملا راوتړله ، دده دغلاوو كاروان هم چې په هغه كې له کابله غلاشوي مالونه لکه ، غالۍ ، تلويزيونونه ، اونورقيمتې شيان ول څوڅوځلې د ننه فاطو په دروازه كې دریدلی و ، ننه فاطوهم په پوره وياړسره هغه غلا (غنيمت ) په خپل كوركې پرته له دې چې پوه شي دابه دچا وي ، دابه دکوم معلم اومدیر وي چې کورونه یې دجګړې له امله دخدای هیلې ته پریښې وواو ددې زوی راچورکړې وي ... دوی دکابل کورونه او دفترونه همداسې غلا کول ،خپلو کورونوشمالي اوپنجشیر ته به یې لیږدول  اوکورنیو به یې هم په خوښې سره منل  ...
ننه هم اوس په همداسې یوه حالت کې را ګیره شوې وه ، دننه له وسه اوس خپل زوى ته تيره وه ، په دې چې هغه ددې له ګروته وتلى و. دا پردې هم ښه پوهیده  چې د زوی  سر یې په داسې لومه كې نښتې چې له هغې يې ايستل يوازې د يوه خداى خبره وه اوبس . له هغه څخه اوس جانو بچې ادې  قوماندان جوړ كړى و. هغه اوس قوماندان و، هغه کابل ته راغلی و او هغه ښکلي ښاریې له آمرسره يوځاى  په خورا بې رحمئ سره لوټاوه اوړنګاوه .
ننه په دغو شپوكې دكوهستان اوږده اولنډ ټول له پښوايستلي وو ، په دې چې اوس دا دخپل قوماندان ؟ زوى لپاره په يوې داسې نجلۍ پسې چې ددې له زوى سره جوړه او وړوي ګرزيده ،  جانوبچۍ ادې يې هرڅه مخکې له مخکې پر غاړه اخيستي وو، او ان چې لادايې هم ننه ته ويلي وو چې ته يې يوځل پيداكړه نوريې كول اوراوړل په ما پورې اړه لري ...
ځکه خوهغې په دغو ورځو كې هره شيبه يوازې همدا يوسوچ  په خپل فکرکې راغوړنجاوه :
 د خپل يوازنې زوى واده ...  يوه ورځ يې دكورله بامه دزړې کلا  دمنځ  ننداره كوله ،هلته یې هم په فكركي يې د واده مراسم ، خوښئ ، اوخوشالي يوه پربله پسې لاړي راغلي :په سلګونو نجونې اوهلكان، دډولونو اوسورڼيوآوازونه  ، شيرين آغا اودهغه ناوې ... ، د واده رنګينۍ اوپه ټوله كلاكې  دننه فاطو د زوی شیرین آغا د واده يوه بې مشاله هنګامه ...
ننه په همدغه سوچ كې وه چې بې بې نورې ترور غږ پرې وكړ :
ـ  سوچونه پريږده چې له بامه ونه لويږې ، دمازديګر دلمانځه وخت دى ، اودس وكړه، زوى دې دكابل جګړو ته تللى ، دعاپسې كوه  ... یوازې دحلالو اومردارو په فکرکې مه کیږه ...
بې بې نورې ترور يې دفكرلړۍ ور وشلوله، خوله دې سره سره يې په فكركې ديوه پرتمين واده هنګامه اوس هم يوه خوا اوبله خوا تله اوراتله ...له بې بې نورې ترور سره غږيده خو داسې ښكاريده چې له هغې سره نه وه ...
په سلګونو نجونې اوهلكان، دډولونو اوسورڼيوآوازونه  ، شيرين آغا اودهغه ناوې ... ، د واده رنګينۍ اوپه ټوله كلاكې  دننه فاطو د زوی شیرین آغا د واده يوه بې مشاله هنګامه ..
ننه په هغه شپه ترسهاره پورې همدغه رنګينئ له خپل ځان سره وپللې ... په هغه شپه ، دې ته څه معلومه وه چې نن څلورمه ورځ کیده چې ددې زوى يې له خپلوملګروسره په ميرويس ميدان اوده بوريو كې  جګړه ماروهزارګانوژوندي نيولي و. آمراودهغه ټولوشبكو اوس دشيرين اغااودهغه دډلې لټه كوله ، امراوجانوبچې ادې په دغو ورځوكې په سلګونو بې ګناه هزارګان له ځان سره يرغمل كړي ول ، او دايې پتيلي اواعلان كړې وه چې كه شیرین آغا او ډله یې هغوی ووژني دوى به يې په بدل کې په لسګونو هزاره ګان اوياهم دګلبدين پلويان ووژني . اودا هغه خبره وه ، چې په دغوشپوكې به دوى دخپلو پلويانو دروحيې دپياوړتيا په خاطرخپلو جګړه مارو ته هرلحظه كوله ...
يوه دوى ورځي لانه وې تيرې چې دشيرين آغا اودهغه دډلي مړي په ده بوريو كې وموندل شول . هغوى يې په داسې بې رحمئ سره وژلي وو چې پيژندل يې هرچا ته څه آسانه خبره نه وه ، پرهغه مهال چې آمر ته یې ددوى دمړيود پیداکیدو خبر وركړده له چمتلي څخه خبرې كولي او بیړنی هدايت يې دا و:
ـ  جنازې شمالي ته وليږدوئ ، دخيراوخيرات لپاره هم شيان له ځان سره يوسئ چې خپل خپلوان يې تاواني نه شي ...
ترمازديګره ددوى جنازې شمالي ته دوړلو لپاره تياري شوي، په دغوورځوكې دسختوجنګواو توغنديو له امله ټول کابل تړلي و. دومره څه چې دوى دي له مړيو سره وړي واى هم نه پيداكيدل ، په تيره اوس چې شپه وه ، ځكه يې دغه ستونزه بيا له امرسره شريكه كړه چې هيڅ هم نه شته  دښار دكانونه هم بنددي ....
خو آمر ورته وويل :
ـ په ښارکې چې چیرې دغوړیواو اوړو دکانونه درمعلوم وي ، هغه مات کړئ ، څومره غوړي او اوړه چې په کې وي ، هغه په موټرو کې له جنازو سره بارکړئ ... مقصد جنازې تر رڼايۍ دمخه له ښاره وباسئ ...
په ځواب کې ورته وویل شول :
ـ ستاسې امر به  پرځای کړو بې غمه اوسئ ...
شپه لاپه خپلو لومړيو شيبوكې وه ، لا هم ډيرستورې دآسمان پرمخ نه ښكاريدل ، ښار داسې آرام و، چې دمات زړه آرامې یې يوازې دتوپونو اودغلو دداړو په غږونوسره ماتيده ،هلته لري له چهلستون اوميرويس ميدان څخه اوس هم دربدى اوريدل كيده ماناداچې جګړه هلته په پرله پسې توګه روانه وه ...  تیاره وه ، سخته تیاره وه  او بدمرغې جګړې هلته دشپې زړه په خپلو خونړیو اورونو باندې لاهم  په پرله پسې توګه څیراوه ... اولیوانو ښار له هرې خوا په خپلو خونکارو منګولو کې را ښکیل کړی و ...  
په همدغه تورتم اوڅپ څپاندو شيبوكې يوموټر غوړي او اوړه  چې خدای خبر کوم اودچادکان یې پسې مات کړی و له جنازو سره په څنګ  کې ودريدل ،يوڅه يې له مړو سره دهغوی له کورنیوسره دمرستې په نامه واچول خو ډيره برخه يې همدغو جګړه مارو چې را غلاکړي وو اوس يې له مړو سره خواخوږي ښوده ورسره كښته پورته كيدل په خپلوكې په همدغه توره شپه كې وويشل ... او د جنازو موټرونو په همدغه توره شپه کې د شمالي په لور حرکت وکړ...  
شيرين آغا دننه فاطويوازنې زوى یې هغه چې  په رڼا ورځ كابل ته راغلى و داسې ټوټې ټوټې چې دپيژندلونه و په توره شپه كې بيرته شمالي ته وليږداوه ، اوننه  یوځل بیا لکه چې کلونه مخکې دخپل خاوند په ویر اوښتې وه نن  دخپل یوه نازدانه در دانه زوی په ویرهم واوښته ...
ننه نوې دسهاردلمانځه لپاره اودس كړى و، غوښتل چې په لمانځه ودريږي چې يوناڅاپه يې دكلا په مخكې دموټرونو غږ ونه ترغوږشول ، فكريي وكړ چې زوى یې دی اوبیا یې څه شى د كابل له چوره  خپل كورته راليږلي دي ...
يوې اوبلي خواته يې تركړكۍ وكتل ، يوازې شور اوزوږ يې واوريد ...ننه ته بيا په ذهن ديوه شور غږ ورغبرګ شو، داسې لكه د واده ... ددې دزوى  د واده ...
داپه همدغه سوچ كې وه چې پر دروازه يې پرله پسې جنازې ورننوتې ...
_ جنازې ...جنازې ... جنازې ...
ننه ور ووته ، غوښتل يې وپوښتي چې داڅوك دي ... او...
دا لا ورنژدي شوې نه وه چې د كوم يوه له خولي راووتل :
_ دغه يې مورده ... دغه ننه ده ننه ... ننه فاطو...
اوهغه پوه شوه...   لكه دليونۍ په شان يې يوې جنازې ته په چيغوچيغوسره غيږه وركړه ... هغه نه پوهيده چې دا ددې زوى دي اوكه كوم بل څوك ، په دې چې ددغوجنازو والوميندې ټولې په همدغه يوه كلي كې وي ... او دوی ټول سره کلیوال وو ، ځکه یې نن جنازې هم کلیوالې شوې وي ... او یوځای د کلي پرلویه  دروازه باندې لکه ناوې راننوتې ...  
اونن په دغه شنه سهارکې اته ميندې دخپلو زامنو په جنازوباندې وتركيدې ،  څوشيبې نه وې تيرې چې اتوميندو پراتو ځوانو جنازو باندې سرونه ایښې وو اوخپلې اوښکې یې پرې تویولې ... خویوه هم په دې نه پوهيده  چې كومه جنازه دکومې مور د زوی ده ... دوى ته چا دخپلو زامنومخونه په مرګ هم ونه ښودل ، په دې چې دوى يوهم دپيژندلو وړ نه وو...
اوميندو په تيره بيا ننه فاطو نن د واده په خيال كې د وينوډلۍ ته په خپله غيږكې هركلى ووايه ...        اوټول كلى ژړاوو په سراخيستى و ...
 
*****
 
دچمتلې پرپراخه دښته باندې نن سهار سوړ شمال لګيده ، يوازى دخاورو له بويه پرته يې نورڅه له ځانه سره نه درلودل اونه لیږدول ، دلته په دې نژدي شاوخواكي دشنلي نوم اود اوبو نښه نښانه هم نه ښكاريده  اونه يې چا په دغوشپو ورځوكې تصوركولاى شو، هرې خوا ته چې به دې وكتل د يوځي موټرو اوجنګي شوبلودوړوبه له لري ليدونكي ته ځان ورښكاراوه ، كلونه مخكې دلته يو كوچنې پوځي ټولۍ و چې هرپوځي اوسرتيري به دلته راتګ ته زړه هم نه ښه كاوه ، په دې چې دکابل له ښاره وتلي بټې بيابان و اوبس ، خو اوس چې جګړو اوسړي وژونكو له كابله سورتنور جوړ كړى و، آمراوډارې یې هم نه شواى كولاى هلته شپه په آرامۍ تيره كړي ،ځان يې په دغوسمڅوكې غلى كړى و.ده اويارانويې له دغه ځايه دكابليانو دوژنو اوكابل ړنګولو قوماندې وركولي ... اوچمتله  اوس دده اودده  د سړي وژونكو لپاره دساه ايستلویوازنی آرام دمه ځاى و.
په دغه سهاريې هم لا چاى تر ستوني نه و تيرشوى چې جانووريادشو، بې له سوچه يې پرچا باندې غږ وكړ :
ـ  جانو بچې ادی کجاست ؟
خوسم دستي يې ځواب واوريد :
ـ  دننه فاطو دزوى اونورو له جنازو سره كوهستان ته تللى ،
ددغې خبرې په اوريدو يې له ځان سره بیړنۍ پريكړه وكړه چې بايد هلته ورشي  څوپه خپلو درواغواومکاریوسره دهغه كلې دخلكو پر زخمي  احساسانو باندې  د خپلې مکارې خواخوږۍ اوبه ورواچوي ...
ځان يې هلته ورساوه ، كله چې هلته ورسيد ده فكركاوه چې اوس به يې مخې ته خلك راووځي ، او ده ته به  له دې امله چې دکلي ځوانان یې په کابل کې نیمه خوا کړي وو درناوي وکړي ... ، خوداسې ونه شول ، خلك اوكليوال ټول دجنازو په غم كې وو، هلته دننه په كلاكې دقيامت ورځ روانه وه ، داسې څوك نه وو چې ددغو اتوزلميوسره يې په يوډول نه يوډول خپلوي نه درلوده ، دوى ټول ديوچا ، ديوې مور ، ديوې خور ، ديوه پلار اويوه ورو وينه اومينه وو، داسې څوك نه  وو چې نن يې داوښكوپرځاى وينې نه پرې تويولې ...
لاهم جنازې لكه ديوه كور غړي ، اوياديوې لارې مساپرلارويان ايښې وې ، چې چا كلي ته د آمر دراتګ خبر يووړ ، هماغه وه چې په څوشيبوكې دكلاله لويې دروازې دښځويواوږده ليكه  له ژړاوو اوفريادو سره راووته اوهمدا نارې يې وهلي :
_ زموږ ددغوزلمو زامنو په شان ټوټې شې ...
_ ښځه اومور دې درباندې داسې بورې شي  چې زموږ له زړونه خبرې شي ...
_ زموږ په شان دې اولادونه په دين اودنيا خوار او زارشه ...
_  دشمالي ځوانان  خو دې ټول دكابل په جګړو كې  ووژل ...
_ وشرميږه له خدايه مرګ وغواړه ...
_ او ،  دروس نوكره ولې زموږ د ګلانو په شان زلمي پر رڼاورځ له موږه  ژوندي بيايې اومړي راباندې سپارې ...
خوآمر سركوزي يوازې ، هغو تورټكريو ميرمنو ته چې اوس يې له بی وسۍ  ده ته هرڅه د ژړاوو او انګولاوو په څپوکې ویل  د خپلو سترګو ترکونجو په خپله ټوله بي وجداني سره كتل ...
دده تور زړه ته داخبره رسیدلی وه چې کلیوال یې پرتوګ پرې وباسي ، او پرې راپاریږی،  څه كليوالو چې خبرې يې ځاى نيوه ، هغوى دكلي ښڅې بيرته پركلا ور دننه كړې ، اوجنازې يې دهديرې په لورسره واخيستې ،آمرته هم يوشمير كليوالومشوره وركړه چې له دغه ځايه بايد ځان پر يوه خواكړي ، اوكه نه ...
همداوه چې ترجنازو دى دمخه له هغه ځايه په وتووتو شو،كوم وسله وال يې چې له ځان سره راوستي وو، هغوى ته يې هم ترځان دمخه دحركت امروركړ ... دجانوبچې ادې پته نه لګيده ، دهغه پوښتنه يې وكړه ، خوكوم چا ورته ووي چې هغه دشپې په كلكانوغلو له موږ كوز كړ...
دده لپاره داهم يوبل غم شو، لاله كلي ډيرنه وتللى چې مخابره يې خپلې خولې ته ونيوه ، اودجانو پوښتنه يې وكړه ، هغه هلته ناست و، اوله ده سره يې په خپله خبرې وكړي ... ماناداچي هغه پوهیده چې که دلته راغلی وای ، دخلکو له خوا بی آبه کیده ... ځکه د آمر زړه ته هم رسیدلې وه چې تر خولې یې راووتل :  
ـ په هغه حرامزاده باندې هيڅ هم نه كيږي ...
آمر له كوم چا څخه وپوښتيدل چې ضروري شيان خوبه موكورنيوته سپارلي وې ...
له هغوكسانوچې تيره شپه له جنازو سره راغلى ویوه  ځواب وركړ :
ـ هغه ېې هم په كلكانو راڅخه كښته كړل ... اوراته ويې ويل چې كه جنازې درسره نه واى ، موټرونه اوسرونه موهم درڅخه اخستل ...
يوه بل له شاه راغږ كړ:
ـ  رسيد يې له ماسره دى ، ماته ېې وويل چې په  آمرمو سلام وایاست  او ورته ووايئ چې په
ډيرښه وخت كې مواد راورسيدل ...
 
په هغه شپه دباګرام اوكاپيسا ټوله سيمه دميندوپه ژړاوو ليونۍ شوې وه  ،په هغه شپه په دغه پراخه سيمه كې ، هلته چې داوشاش اوارشاك دمينې اوغرور دبريوکیسه هیله منو ستوروتر ډك آسمان لاندې  نن د شپې وړوستورو ته په سترګکونوکې کوله ،  هلته داوشاش او ارشاك دنوم وركې هديرې په ويرجن چم ګاونډ كي ميندو ترسپيده چاوده پورې سلګى ووهلي اوويې ژړل .په هغه سيمه كې چې هلته دارشاك د تورې ترشپول لاندې دپيغلوخنداووله سازونواوسندرو اونڅاوو سره دمينې دنيافتحه كوله،اودزړه له كومې عبادت يې ارواوې تلپاتې كولې ، هلته په هغه شپه ميندو په خورا ناهيلۍ سره وژړل ،اوارشاك هغه  ژړاوې په داسې حالت كې واوريدې چې فكركيده هغه دمينې په تور او په مينى باندې د قربانۍ له امله په كوم تور زندان كې پروت دى ، هیڅ یې هم له وسه نه کیږي او یوازې یې اوري اوبس ... ځکه چې اوس یې پرليندۍ باندې هغه غشې نڅا نه كوله لكه چې د« سالار» له هسې ناولو كتوسره سم به يې ځاى دهغه  بدغوني سينه وه ...
اوارشاك لكه چې په رښتياهم په ځنځيروكې پروت و،او اوس يې هغه غږونه او هغه سوې ژړاوې له ډيرلرې لرې اوريدې هغه چې بوره مينه ېې زمزمه كوله ،اوله هغو سره سم يې ناروا غرور ، ظلم ،تورتم ، تورطلسمونه دهغو له شيطانانوله خوا لیده او اوریده ...  
په هغه شپه دكاپيسا اوباګرام په ښي او كيڼ مټ باندې بهاندو او څپاندو سيندونوهم له ميندوسره په چغوچغو وژړل ، ترهغه آسمان لاندې چې هلته ارشاك په دې خاطرچې دميندو له سترګو اوښكې توې نه شي جنګيده...اوتیارې یې له منځه وړلې ...
خو په دغه شپه دژړاوودكاروانوليكې ترباګرام اوكاپيساهم پرهغې خوا اوښتې وې ...
په هغه شپه يوازې داوشاس آزاده اروا دبوروميندو له اروا سره يوځاى شوې وه ،اوله دوی سره یې په خورا درد اودوك سره خپلې غاړې يوكړې وي اوپه چغوچغو ورسره سروه  :
ـ  اى كاپيسا اى ښكلې اوسمسورې بانډې ، اى نيلي رنګوغرونو تاسې ته بايد وګورو .اوستاسې په ارغواني لمنوكې بايد په پسرليوكې غاټول وشكوو. دغرستان دشنو درو له نجونو سره بايد يوغږ شو، اوخپل له دردوډك زړونه هغو ته وسپارو...
ـ  اى دپكهت شازلميه ، پرتاتيرى كوي ،ستا غشى لكه داور سپرغۍ د زمان دتورتم په تياروكې ځليږي او توره دې لكه پسرلنۍ بريښنا په اتلوليو كې بلكې كوي . برمشكي آس باندې داسې ښكارې لكه مريخ چې په خپله آسماني نشه كې پرجنګي ګاډۍ باندې سپور  ښكاري ،اوياهم  لكه(  اندرا )چې پرخپله ظلايې ګاډى ترلمرهم تيزه ځليږي ... هو .اى ښكليه ....اى پکهت ارشاكه ، اتله اوپهلوانه ته زموږ دغه بورې ژړاوې اورې ... ؟