
دا څنګه بدمرغي ده چې لار مو ورکه د یاری ده
په خپل منځ سره وژنو ورور د ورور سره بدي ده
دا څنګه یو بې حاله چې د دوښمن سره یو خوشاله
دوی مو وژنې په قراره موږ خمار یو او بد حاله
همیشه په اور کې سوزو د ژوندونه یو بې زاره
د نړۍ ټول هیوادو کې بې وسۍ کې یو نامداره
کله غواړو خیراتونه خپله نه کړو تکلیفونه
ځکه ټول راته آواز کا چې زما د لاس مزدوره
که ژوندون غواړۍ خوشاله یو پیدا کړئ هیوادپاله
لاس په لاس کې سره ورکړئ د ملي رهبر لپاره
موږ غني یو ښه مالداره له پردیپالو یو بې زاره
موږ لرو ښه معادنونه د استخراج نه یې یو معذوره
که موږ وکړ په دې کار څوک به نه شې بې روزګاره
نه به جنګ نه به غم وي هر سړی به وي خوشاله
که زموږ منځ کې اتفاق وي نو غماز به وي بد حاله
زموږ ژوند به شي خوشاله که موږ وکړو دغه چاره
نه به غم وي نه به وینه ای د بازمحمد وطن شیرینه
زموږ یوالې دا وعده ده چې د دوښمن خانه تباه ده
بازمحمد منګل