
ټولونه او زياتونه: رسول اشنا
۲۶: کوم خلک چې خودغرضه وي هغه هېڅ کله هم ښه ملګرې نه شي کيداي. (حضرت ابوبکرصديق رض)
۲۷: د انسان ژوند یوه ورځ پای ته رسيږي او له حق سره يوځای کيږي. خو نيکبخته انسان هغه دی، چې له دنيا په ابرو او عزت وداع وکړي او له ځان سره د دفاع په خاطر څه مثبت اعمال يوسي. څو د حق پر وړاندې شرميدلي نه وي. (عبدالقادرالکوزی)
۲۸: د بل د اوښکو په ارزښت او درد هله پوهېږې، کله چې مو خپلې اوښکې پخپل لستوڼي پاکې کړئ. (عزيزګمنام)
۲۹: اوښکې هغه چاته توی کړه چې ستا د درد احساس کولی شي، د هغه چا سره وخانده چې ستا سره د زړه مينه لري.
۳۰: دومره خوره چې هضم يې کړې. دومره لوله چې جذب يې کړې. (بوعلی ابن سينابلخی)
۳۱: هغه علم بې ګټې دی چې عمل پرې ونه شي. او هغه مال بې ارزښته دی چې پر ښو چارو ونه لګول شي. (حضرت عثمان رضي الله عنه)
۳۲: ارزښتناک ځايونه چې کيدای شي ته هلته وجود ولرې؟
الف(د يوچا په فکر کې ). ب( د يو چاپه دعا کې). ج (او د يو چا په زړه کې). (مسلمه ليله)
۳۳: الله پاک دې موږ له داسې خلکو څخه وساتي، کوم چې د خلکو په منځ کې خپل ګناهونه په ویاړ سره بيانوي.
۳۴: يو سړی د خپل د يوه درواغ د پټولو لپاره شل نور درواغونه وايې. (دواني)
۳۵: د ټولو څخه زيات ښايست حسن اخلاق دي. يعني د اخلاق ښه والی او ښايست. (اسمعي)