د سحر سپورتي فرهنګي او ټولنيز مرکز   ١٤ مه کليزه، او کابو (٤٠٠) ورزشکارانو ته د درجو تړلو غونډه ترسره شوه .

راپور : رسول اشنا
  نېټه: (١٣٩٥/١٢/٢٧)
غونډه د قاري صاحب سید حیدر لخوا د قران کریم  په مبارکو ایتونو پیل شوه.
بیا د افغانستان ملي سرود وغږول شو .
وروسته د همدې ټولنې د کړنو په اړه حیدري مالومات واوراوه .
ورپسی په  پکتیا ولایت کې د ورزشي خبریالانو فدراسیون مشر کامران کروړ مېلمنو ته د ښه راغلاست وینا واوروله.
وروسته د پکتیا ولایت ولایتي شورا رئیس بهرامزوی خبرې وکړې او ددې غونډې له ټولو استادانو او ترېنرانو څخه یې مننه او کور وداني وکړې، او په خپلو خبرو کې یې زیاته کړه چې د ځوانانو او ورزشکارانو سره به د تل په څېر په څنګ کې ولاړ یو او ستونزو ته به یې د ځونانو په ګډون مټې رانغاړو.
ورپسې د بدني روزنې لوی مدیراستاد ګل کریم سحر پکتیاوال په پکتیا ولايت کې د ورزش  په ډګر  کې دلاسته راوړنو او پرتو ستونزو په هکله مېلمنو  او مشرانو ته  وینا  وکړه، او د بدني روزنې په هغه ځمکه چې  کرېکټ ترې یوولس جربه لاندې کړې او د کرېکټ ګراونډ یا میدان پرې تکمیل شوی د هغه ستونزو ته یې ګوته ونيوله او وکیل صاحبانو څخه یې وغوښتل چې په دې ستوزنه کې راسره د تل په څېر همکاري وکړي.
ورپسې مولوي خواجه الدین حق بیان خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې له ورزشکارانو ملاتړ اعلان کړ او ورزشکارانو ته یې د سولې سفیرانو لقب ورکړ.
ورپسې د کیوکېشن کان کراتې ولایتي مشر صابري خبرې وکړې او د همدې ټولنې ټولو غړو ته د همدې کلیزې په ویاړ مبارکي ورکړه او د لا بریا غوښتنه یې وکړه.
هېره دې نه وي چې په غونډه کې د پکتیا د دېرشو فدراسیونونو استازو په ګډون  پنځه وېشتو فدراسیون مشرانو ګډون کړی وو.
د یادولو وړ ده چې له، کیک بوکس، فريفایټ، ووینام، پانکرېشن، کونګفو، نښې وېشتنې، او پهلونۍ فدراسیونونو څخه کابو 400 ورزشکارنو ته بری لیکونه او درجې ووېشل شوې.
په پای کې د همدې ټولنې لخوا چې کومې ډالۍ او ستاینلیکونه برابر شوي وو، په وکیل صاحبانو، قومي مشرانو، د فدراسیونونو مشرانو او په ورزشکارانو باندې ووېشل شول. غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
راپور رسول اشنا