د بېلا بېلو ليکوالانو:غوره ويناوې/ ۴ برخه

 
ټولونه او زياتونه: رسول اشنا
 
۲۸ : د بل د اوښکو په ارزښت او درد هله پوهېږې کله چې مو خپلي اوښکې پخپل لستوڼي پاکې کړي. (عزيزګمنام)
۲۹ : اوښکې هغه چاته توي کړه چې ستا د درد احساس کولاۍ شي، د هغه چا سره وخانده چې ستا سره د زړه مينه لري.
۳۰ : دومره خوره چې هضم يې کړي. دورمه لوله چې جذب يې کړې. (بوعلی ابن سينابلخی)
۳۱ : هغه علم بې ګټې دی چې عمل پرې ونه شي. او هغه مال بې ارزښته دی چې پر ښو چارو ونه لګول شي. (حضرت عثمان رضي الله عنه )
۳۲ : ارزښتناک ځايونه چې کېدای شي ته هلته وجود ولرې؟
۱(د يوچا په فکر کې ). ۲( د يو چاپه دعا کې ). ۳      ( او د يو چا په زړه کې ). (مسلمه ليله )
۳۳ : الله پاک مو دې موږ له داسې خلکو څخه وساتي کوم چې د خلکو په منځ کې خپل ګناهونه په پخر سره بيانوي.
۳۴ : يو سړی د خپل د يوه درواغ د پټولو لپاره شل نور درواغونه وايې. (دواني)
۳۵ : د ټولو  څخه زيات ښايست حسن اخلاق دي. يعني د اخلاق ښه والي او ښايست. (اسمعي)
۳۶ : خپل صبر هېڅ وخت له لاسه مه ورکوه. ځکه چې غوره عاقبت او پايله وروسته له نېک صبر څخه راځي.
۳۷ : په هر نېک کار کې تنها په الله ج توکل کوه، د الله پاک نصرت به هم ستاسو سره وي. ( عبدالقادر الکوزي)
۳۸ : بې سخاوته انسان د هغې شمعې په شان دی چې رڼا نلري. (محيب الله حقمل )
۳۹ : موږ بايد هېڅکله خپل او تورو په ژوند کې داسې يو غلط کار او بې ځايه عکس العمل ونکړو چې ټول عمر پښېماني او افسوس وکړو.
۴۰ : يواځې ذخېره شوي لکونه ډالر چاته خوشحالي، سکون او ارامي نشي ورکولائ، خو که چېرې د يو بېوزله او بې وسه انسان په شونډو موسکا پيدا کړي، دا به درته زړه او ذهن کې سکون او خوشالي پيدا کړي.
۴۱ : که څوک دې په درواغو صفت وکړي ځېنې خوشاله کېږي او که څوک دې په رښتيا غيبت وکړي ځېنې خفه کېږي، يعنې د ځان لپاره درواغ مني رښتيا نه. (نورمحمد)
۴۲ : که د خپلې مور په قدر نه پوهېږې د هغو نه پوښتنه وکړۍ چې مور نلري. پوه به مو کړي.
۴۳ : د کور کلي په قدر به هغه وخت پوه شي چې مسافر او بې کوره شې. (افغان دوست)
۴۴ : ښه زړونه لکه سره زر داسې دي هېح زنګ نه نېسي همېشه په يوه رنګ او يو خايست وي. ( نورمحمد)
۴۵ : په خبرو اترو کې نرمي اختيار کړه، ځکه د نرمې لهجې اثر د نرمو الفاظو تر اثر زيات وي. ( محيب الله خقمل )
۴۶ : پر خپل نظر دومره ټېنګار مه کوئ، چې د جهالت درجې ته مو ورسوي. (محمدناصر)
۴۷ : په ګناه نه پښېمانه کېدل داسې يو مرض دی چې علاج نلري. (ابن عربي)