پکتیا؛ ورزشي راپور

پکتیا ولایت کــې د ازادو لوبـــو فري فايټ په نوښت د ( کرپلېن ) سیالـۍ تـر سره شـوې! راپور : رسول ګل اشنا نېټه:   ۱۲/ لړم / ۱۳۹۶ ل ل کال  یادې سیالۍ نن د جمعه ورځ په پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې په لاره اچول شوې وې، دغه سیالۍ د پکتیا مرکز ګردېز په ګډون د درېیو ولسوالیو لوبغالو ګوډن درلود چې له یادو څلورو ولسوالیو څخه  ۵۰  پنځو تنو ورزشکارانو سیالۍ ترسره کړې. دغه سیالۍ د پکتیا ولایت بدني روزنې او ازادولوبو ( فري فایټ  ) فدراسیون لخوا په لاره اچول شوې وې چې دا سیالۍ په درېیو کټګوریو کې دایرې شوې وې نو نهالان، نوي ځوانان او بزرګ سالان یا د ډېر عمر لرونکو ترمنځ په لاره اچول شوې وې. په یادو سیالیو کې د ازادو لوبو مشر اجمل سلطان زوی خبرې وکړې او د همدغو لوبو په اړه یې ورزشکارانو او د ورزش مېنه والو ته مالومات ورکړل. په پکتیا کې د فري فايټ فدراسیون مشر سلطانزوی زیاته کړه چې دغه سیالۍ مو د د هغو ځواناتو لپاره په لاره اچولې چې په راتلونکي کې د مرکز پلازمېنه کې سیالۍ لري، او د هغو ځوانانو لپاره چې د همدغو سیالیو سره بلدتیا نلري او ورسره بلد شي، او له بله طرفه د  پکتیا ځوانان تشویق شي، سلطانزوی زیاته کړه چې همدغه سیالۍ د مرکز په ګډون د درېیو ولسوالیو ترمنځ په لاره اچول شوې وې چې ټول ټال  ۵۰  تنو ورزکارانو پکې ګډون درلود. ورپسې د سحرسپورتي او ټولنیز بنسټ د سپورتي څانګې مشر نذیر عمرزي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې سیالۍ به په ډېره ارامه فضا کې پیل کوی ځکه چې دغه سیالۍ ستاسو د ددې لپاره ندي چې ځانونو او یا کوم بل حریف ته زیان ورسيږي او ځانونه مو د تل لپاره عیبي کړی.  وروسته د پکتیا بدني روزنې امریت امر استاد سحر خبرې وکړې او د همدغو سیالیو او فري فايټ فدراسیون مشر څخه یې مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې هر کوم فدراسیون سیالۍ دایره وي باید د ورزشي امریت ته څلور ورځې مخکې پشنهاد ورکړي او امریت په جریان کې واچوي. ((د سالیو يو تن ګډون کوونکي خالد احمدزي زیاته کړه چې موږ نن ورځ ډېر خوشاله یو چې په دې سیالیو کې ګډون کوو او دغه سالیۍ کې پخوا نوې دایرې شوې .)) ((د سیالیو بل ګډونکونکي عبید تکل هم همدغه نظر درلود او زیاته یې کړه چې دغه سیالۍ زموږ لپاره ډېرې ښې تمامېږي او موږ کولای شو چې په پلازمېنه کې له نورو ولایتونو سره په خلاصو سترګو او په خلاصه سینه وجنږیږو.))  یادې سیالۍ په پکتیا ولایت کې لمړۍ ځل وو چې دایرې شوې وې چې زیاتو ورزشکارانو، ځوانانو او  مشرانو  او د ورزش مېنه والو پکې برخه اخیستې وه، او په یادو سیالیو کې د د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځواناو امر لخوا دوه ګټونکي ورزشکاران په نغدي جایزو ونازول شول چې هر یوه ګټونکي ته یې  ۵۰۰  سوه افغانۍ په انعام کې ورکړې  . د سیالیو یو تن لیدونکي لعل رسول زیاته کړه چې موږ له سالیو څخه ډېر خوند واخیسته او دولتي چارواکو غږ کوو چې د پکتیا ورزشکارانو ته یو منظم جمنازیوم جوړ کړي او د ورزشکارانو په تصروف کې یې ورکړي ترڅو د پکتیا ورزشکارن یو منظم ځای ولري چې خپلې سیالۍ پکې په ارامه فضا وکړي. په اخیره کې د پکتیا بدني روزنې او پکتیا فري فايټ فدراسیون لخوا چې کومې ډالۍ ، ستاینلیکونه او د قهرمانۍ حکمونه برابر شوي وو په ګټونکو ورزشکارانو ، د ورزش مېنه والو او مشرانو باندې ووېشل شول. غونډه او سیالۍ د دعا په ویلو پای ته ورسېدې .