
ګاونډيا اشنا اجازه را يو ګيله کومه
زما دکور لمبو ته مه توديږه ديوال شريک لاليه اور به واخلي
بيا به د يو ځای غم کوې څو ځايه نور به واخلې
دغه کلمات مې شا اوخوا لس کاله دمخه په پېښور کې په افغان ادبي بهير کې د قاري هدايت الله هجران له خولې اوريدلي و . هغه مهال شاعر ګاونډي اشنا ته ګيله کړې وه ، او خپلې نا خوالې يې ورته دشعر په ژبه بيان کړې وې دغه شعر همغه مهال هم ډير جالب وو . خو له کله راهيسې چې دپاکستان حالت ورځ تربلې ترينګلي کيږي نو زما په غوږونو کې دشاعر دغه شعر ازانګې کوي .
په خپل هيواد کې خو له داسې خبرونو سره بيخي عادي شوي يو چې نن په دې سيمه کې او سبا په هغه بله سيمه کې په لسګونو تنه بې ګناه وګړي وژل کيږي ،ټپيان کيږي او له خپلو سيمو کډوالۍ ته اړويستل کيږي ، دا چې له څه مودې راهيسې په ګاونډي پاکستان کې هم نږدې هر ورځ ورته خبرونه اورو چې په اوريدلو يې ديو درديدلي او ځوريدلي انسان په توګه ځوريږو ، دا دی اوس د دغه اور لمنه د دغه هېواد زړه اسلام اباد او تر ټولو مهم ښار لاهورته هم غځيدلې ، هلته يې هم ملکي او نظامي کورنۍ دغم پر ټغر کينولې په همدې پلمه غواړم په دغه هېواد کې واکمنو ته څو خبرې ورپه زړه کړم
• افغانان په دغه پيښو کې د درديدلو ميندو او کورنيو سره خواخوږي څرګندوي که هغه پښتونخوا کې وي او يا په لاهور کې
• که په پښتونخوا کې څوک وژل کېږي موږ يې افغان ګڼو نو ځکه خو په هر ځای افغان وژنه په هيڅ صورت نه شي توجيه کيدلی .
• تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پاکستاني چارواکې بايد په دې پوه شي چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې دځانمرګو بريدونو زيان او درد يو دی.
افغانان چې نږدې درې لسيزي يې په بمونو ، بمباريو ، وژنو او کډوالۍ کې تيرې کړي له بل هر چا په دې ښه پوهيږي چې جګړه څومره بدمرغه شی دی ، څومره بد مرغۍ له ځانه سره لري ، خو زه په لاهور کې هغه ميندو ته وايم چې منم تاسې لپاره به دا ډير ستغه وي چې خپل پوځيان بچي چې سهار مو په خوښۍ له کوره رخصت کړي وي ماذيګر په سروينو لړلي وويني . تاسې ته دې هم خدای جل جلاله اجر درکړي موږ ديو بشر او هغه بشر چې يو وخت يې دغه خاوره خپل دويم کور ګڼلو پر دغه مرګ ژوبلو خفه کيږو او تاسې سره په دغه غم کې خپل ځانونه شريک ګڼو خو ځوريدلو ميندو اوس مو چې په خپله دغه درد وليدلو ، په ډيره عاجزۍ در څخه غوښتنه کوو چې په اينده کې خپلو بچيو ته ووايي ، چې نور نو په افغانستان کې ستاسې په څير ميندې چې هغوی ته هم خپل بچې ستاسې په څير ګران دي دخپلو بچيانو دغوښو په ټوټو ونه ژړوئ او په دغه هېواد کې دجګړې دلمنې د راټولو په برخه کې په ريښتني توګه کار وکړي . او دنور په شر کې خپل خير ونه لټوئ .
وايې چې څاه کيندونکی په څاه کې وي .
افغانان د کرښې په دواړو غاړو کې د پښتنو په وژنه ډير ځوريږي او په پېښور چې دپښتنو هنري او کلتوري پلازمينه ده ډير خفه کيږي په دغه سيمه کې د وژنو سره سخت مخالف دي او په دغه سيمه کې له ميشتو پرګنو هيله لري چې دخپل ګډ دښمن په پيژندلو کې ځيرکه ووسي او نور نو دنورو دلاس اله ونه ګرځي .
دريمه خبره دپاکستاني چارواکو او ځينو هغه بدعتي او تش په نامه ملايانو هغه څرګندونې دي ، چې وايې ځانمرګي بريدونه په افغانستان کې روا دي خو په پاکستان کې جواز نه لري . دوی ته د افغانانو پيغام دا دی چې موږ هم د تاسې په څير کلمه وايو او دپيغبر صلی الله عليه وسلم پيروي کوو نو بيا ولې زموږ مرګ روا اوستاسې ناروا دی ، دوی هم بايد په دې پوه شي که دا کار په افغانستان کې جواز لري نو په پاکستان کې هم ځکه ناجايز نه دي . چې په افغانستان کې دطالبانو حکومت څوک چې اوس د ورته بريدونو پړه پر غاړه اخلي ستاسې د هوايې ډګرونو او بحري سيمو څخه د لومړي ځل لپاره بمبار شو او تاسې يې پر وړاندې توطيې جوړې کړې نو که دا کار جواز لري نو تر ټولو دمخه په پاکستان کې جايز دي او که نه نو په هيڅ ځای کې جواز نه لري .
په سيمه کې ديوې تل پاتې سولې او هوساينې په هيله