
چی له سترګو اوښکی توی کړم جوړ تری بیت شی
زمانی راسره داسی جفا کړی
د فلک له دی ستمه ناکرار یم
هر مهال یی په ما ډ یره تادا کړی
هر یو بیت کی می د زړه وینی شاملی
د پښتون په حال می شپه او ورځ ژړا کړی
که د زړه می وینی وڅاڅی غزل شی
شاعر نه یم نه می دغه ادعا کړی
زمانی راته داغونه په زړه کیښو د
د شپیلی په شان سورې می نوا کړی
له فطرطه غلامی منلی نشم
په دی وجه می مدام له غوغا کړی
د غرور سر می بی خدای بل ته ټیټ نه دی
نه می نیت د هر امام اقتدا کړی
که له دی نه هم سور اور سر به ټیټ نشی
نه ضمیر می د ظالم سه صلاح کړی
له دی حاله به می زړه څنګه اوس نه چوی
پردی څه کړی لا خو تل خپل اشنا کړی
اوسنی نه دی دا ظلم پخوانی دی
له ادمه تر دی دمه یی په ما کړی
یو خو نه دی اوس نو کوم کوم یادوی به
شرق د غرب سره هر یو یو په تا کړی
دا په اور کی چی نن سوزم هغه دا ده
خپل خپلوانو می د مرګ نن تابیا کړی
که دی خپل دی که پردی دی درته غله دی
هم ګاونډ مطیع هر وختی همدا کړی