
که څه هم ولسمشر ته نږدې ځينې کړۍ وايي ، چې تر څو کابينه پارلمان ته وړاندې شوې نه وي ، تر هغوپورې په هېڅ خبره هم باور نه شي کېدای ځکه ولسمشر هره ورځ خپل نظر بدلوي ، خو بيا هم د معلوماتو له مخې ځينې احتمالي ټاکنې په دې توګه دي :
1 – د دفاع وزير: جنرال عبدالرحيم وردګ
2 – د ماليې وزير: عمر زاخېلوال
3– د بهرنيو چارو وزير : تر اوسه د دريو احتمالاتو امکان شته : د دوستم په استازېتوب کوم ازبک ، حامد ګېلاني او يا هم سيد طيب جواد
4 - د کورنيو چارو وزير: جنرال بسم الله خان په پام کې و، خو څرنګه چې هغه لوړې زده کړې نه لري نو ښايي اسماعيل خان وزير شي
5 – د اوبو او برېښنا وزير: حنيف اتمر
6 – داقتصاد وزير: انوارالحق احدي ( دا امکان هم شته چې احدي صيب د پوهنې وزير شي)
7 – د پارلماني چارو وزارت ښايي له ادارۀ امور سره يوځای شي اومشري به يې ډاکتر فاروق وردګ ته وسپارل شي.
8 – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ښايي په دوو وزارتونو تقسيم شي ( د اطلاعاتو وزارت او د فرهنګ وزارت ) چې ښايي عبدالکريم خرم د فرهنګ وزير پاتې شي.
9 – ښايي علي احمد جلالي د امنيت شورا رييس شي او يا هم يو بل امنيتي عالي کميسون جوړ شي او دی يې مشر وټاکل شي.
10 - ډاکتر اشرف غني احمدزي ته ښايي د اقتصادي چاروکوم ډول سرپرستي وسپارل شي ، چې د لندن کنفرانس مسووليت يې هم له واکونو څخه دي.
11 – د سوداګرۍ وزير : همدا اوسنی شهراني
د يادونې وړده چې ښايي د کابينې لېست تر چارشنبې پورې هم ملي شوراته ونه سپارل شي.