
د لوی او نياومن خدای په نامه
د روان زيږديز کال د ډسمبر په 6 مه نېټه د يکشنبې ورځ ، د جرمني په (( هيورت )) ښار کې د ارواښاد پروفيسر عبدالرسوال امين د فاتحې مراسمو کې ، د اروپا له بيلا بيلو هېوادنو څخه يو زيات شمېر ميشتو افغانانو ګډون درلود .
په دغه مراسمو کې د قران عظيم الشان د ختم تر څنګ ، د ارواښاد روح ته دعاګانې وشوې او د مازديګر د لمانځه تر ادا کولو وروسته د نوموړي د کورنۍ لخوا دوستانو ته غرمنۍ هم برابره شوې وه .
د غرمنۍ تر خوړلو وروسته يو شمېر دوستانو ، خپلوانو او نورو علمي او فرهنګي شخصيتونو ، د ارواښاد د تر سره شويو خدمتونو ، فرهنګي هلو ځلو او نورو ګډو خاطراتو يادونه وکړه او د ارواښاد مړينه يې يوه لويه ملي ضايعه وبلله .
د مراسمو په لړ کې يو زيات شمېر دوستانو ، خپلوانو او د هېواد شخصيتونو په هغه کتاب کې خپل خاطرات او انګيرنې ثبت کړې ، چې د اروښاد د درناوي په موخه ايښودل شوی و .