د روهي ويبپاڼې لسمه کليزه دې موږ ټولو ته مبارک وي!!!

 
د تل په څېر مې نن هم لومړۍ روهي پاڼه پرانيستله؛غوښتل مې په هېواد کې د وروستيو خبرونو تر څنګ په نړۍ کې د ځينو مهمو پېښو څخه هم ځان خبر کړم خو نن مې د خبرونو او ځينو معلوماتي مطالبو ترڅنګ د مبارکۍ په يوې خبرتيا هم سترګې خوږې شوې!
 هوکې، د روهي وېب پاڼې د لسو کلونو د پوره کېدو خبرتيا! روهي لس کلن مزل پوره کړ؛ په لوستلو يې ډېره خوښه شوم او سمدستي مې د ژوند ملګري ته ورغږ کړ: روهي پاڼه مو لس کلنه شوه! هغه لومړى مبارکي راکړه او بيا يې په شوخي راغبرګه کړه: داسې ښه لګيا يې روهي پاڼه مو لس کلونه پوره کړل؛ لکه د دې پاڼې چلونکې چې ته وې!  زه هم ژر خپلو خبرو ته متوجه شوم او په خندا شوم . دا سمه ده چې په غيرې ارادي توګه مې ځان د روهي پاڼې څښتن وګاڼه، خو حقيقت همدا دى! روهي زما پاڼه ده، ستاسو پاڼه ده، د هر افغان پاڼه ده ! روهي د خپلو مربوطه ډېرو نورو مسووليتونو تر څنګ هر قلموال ځوان هڅولى،لاسنيوى کړى اوهر ټکي او نظر ته يې درناوى لرلى. دغې پاڼې په ريښتوني توګه خپل نا پيلتوب ثابت کړى او يوازې د وطن او ملت په ښېګڼه نشرات ورکړي دي، روهي د چا د نوم وزن ته نه، بلکې د منطق او شعور وزن تول کړى او په خپلې ښکلې پاڼه کې يې ځاى ورکړى، روهي د ډېرو افغانانو د اند هېنداره ګرځېدلى او د ټولنې ترجماني يې کړې. روهي نن د لسو کلونو مزل کې د زرګونو افغانانو زړه لاس ته راوړى، او هره ورځ په اوسط ډول ۳۰ زره کتونکي لري، هېواد وال شېبه په شېبه له نويو څېړنو، ګټورو مطالبو او خبرونو خبروي!
په هېواد کې د لسګونو بېلابېلو وېب پاڼو له شتون سره، دا يو ډېر لوى پرمختګ دى. زه د روهي پاڼې راتلونکى له برياليتوبه ډک وينم، او د ډېرو نېکو هېلو پېرزوېنه ورته کړم او په پاى کې د روهي پاڼې د لسو کلونو مبارکي د دې پاڼې ټولو چلونکو ته وايم! د بري کلونه مو بې شمېره..