
عجيبه زمانه ده انسان ورته ماشوم راشي او د وخت په تېرولو سره زمانه هم لکه د مور مينه کوي او ستر سړى ترې جوړ کړي
بيا همدغه انسان چې زمانې ورسره مينه کړي وي، زمانه ملامته بولي او خنداگانې ور پورې کوي. کله چې هم کومه خطا وکړي پړه په زمانې ورتپي خو زمانه بيا هم له دوى سره مينه کوي او دغه خلک ناپوهه بولي . زمانه هم رښتيا وايي مونږ ځانونه پيژنواو خپلې تيروتنې په زمانې امبارو زمونږ دا فکر ناسم دى ځکه زمانه هماغه زمانه ده چې پخوا وه اوس هم شپه پر خپل وخت راځي او پخوا هم پر همدغه وخت راتله ورځ د پخوا په شان په خپله راځي لمر هماغه شان په خپل وخت راوځي او پر خپل فنا کيږي نو زمانې هيڅ بدلون نه دى موندلى
بدلون انسانانو موندلى پخوا خلکو ديو او بل سره مينه ، ورورولي ، رښتنولۍ او په صداقت وخت تيراوه خو اوس مهال دغه کارونه منعکس(سرچپه ) دي يو انسان د خپل مرام ترسره کولو دپاره دبل انسان په سرپښې ږدي خو ځان خپل منزل ته رسوي
په نن دور کې هر چاته دوست ويل ورور ويل خور ويل يوه تېروتنه او دخپل ځان سره جفا ده
که تاسو زما دخبرو سره توافق نه لرئ نو خير وخت او زمانه به درته دغه پټ مخونه خپله ښکاره کړي
ځکه ماته هم هغه انسان زمانې راوپيژنده چې ما ورته دزړه په کور کې ځاى ورکړى وه دژوند خواږه مې ټول ده کى وه هغه مې دخپل بدن برخه بلله خو دا راته څرگنده شوه چې ځينې انسانان دوستۍ په جامه کې ستا دبدن وينې خوري
منافقت، دروغ او پردى غيبت دهغه دژوند روزگاروي او ځان په همدې خبرو ساتي
چاپړوس انسان تل ځان لکه دسپينې کوترې پاک ساتي خو که زړه يې وکتل شي نو لکه دتور کارغه توروي ما ديو چا زړه معلوم کړ اوس چې دهغه انسان انځور گورم او چا له خولۍ نوم اورم نو په زړه مې درد راځي او نفرت ترې لرم زه اوس يواځې ښه يم او له تا پرته ځان ارام او خوښ بولم زه دزمانې مننه کوم چې دژوند په روان بهير کې زما لاس نيوى وکړ او ښه بد انسانان يې راته په گوته کړل
مننه زمانې
دخداى په امان .