زه ړوند يم

 
عجيبه دنيا ده خداى ج ډيره ښايسته پيدا کړې، زه يې صفتونه اورم خو ليدى يې نه شم داسمان صفتونه اورم، د مرغانو اوزونه اورم. د موټرو شور اوروم خو ليدى يې  نشم د بنگلو او محلونه صفتونه کيږي خو ورختى نشم.
د انسان د ښايست صفت کيږي چې انسان ډير ښکلى  دى خو څه وکړم زه ړوند يم ليدل نشم کولاى، کله کله  دمينې صفت اورم چې ژوند بى له مينې داسې دى لکه ونه چې گل او ميوه نه لري  او مينه يې بې له ښکلا داسې ده لکه گل چې وږمه ونه لري دړوند انسان ژوند هم داسې دى لکه کال راشي خو سپرلى ونه لري. زه چې کله کله دساحل غاړې ته لاړشم داوبو شور اورم خو داوبو مستي مې ونه ليده  خفه شم او ستومانه را روان شم دځان سره لگيا شم او خداى ته په ژړا شم چې اى زما ربه مور او پلار څومره لوى نعمت دى. زه يې اواز اورم خو ددوى نوراني مخ مې ونه ليده دا دنيا به دې څومره ښکلې جوړه کړي وي، اسمان به دې څنگه ودرولى وي خو ما ونه ليده.
د مرغانو او دحيواناتو اوازونه دې اورم خو ما ونه ليدل ځکه ړوند يم خو خدايه دومره به دې زما دا سترگې روښانه کړې وې چې يوځل مې خپل مور او پلار ليدلى وې چې مور څنگه وي او پلار څنگه وي ؟
خو بيا شکر اوباسم چې خدايه دا هر لاس دى لوى نعمت دى، هر پښه چې زه پرې د ژوند سفر کوم لوى  نعمت دى دغه ژبه چې زه پرې ستا ذکر کوم مالا ددې حق هم نه دى پوره کړى زه ړوند ښه يم زه پخپلو اندامونو شکر باسم او ستا داحساناتو پور وړى يم زما لا خبرې پاې ته نه وې رسيدلى چې يو اواز مې تر غوږ شو ته مه خفه کيږي ته دهر انسان په زړه کې ژوند کوى خو انسانان ړانده دي تانه ويني خو له تاسره مينه کوي ځکه ته مينه يې او مينه هميشه اوتل  ړنده وي او د ړوند ځاى جنت وي.