زه چې ماشوم وم

 
زه چې کله خداى ج دنيا ته راوليږلم نو ما دنيا نه پيژنده انسان مې نه پيژنده ښکلا او مسکا مې نه پيژنده د ښو او بدو توپېر مې نه شو کولاى  خو بيا هم خلکو به له ماسره ډيره مينه کوله. څوک به راته مسکى او چا به راسره لوبې کولې هغه وخت به چې ښوونځي  ته تللم نو هر قدم به مې د پاکۍ احساس کاوه د سپوره ډوډۍ به مې بکسه کې کېښوده او بيا به مې ولږې پر وخت راخيسته.
هو!  هغه وخت چې زه ماشوم وم د کلي ښکلو انجونو به له ما ستر هم نه کاوه  بلکې له ماسره به يې مينه کوله. نڅولم به يى، خندولم به يې خو زه نه پوهېدم چې دا کارونه روح ته ښکلا وربخښي ماته به دخپلې کلي خړ ديوالونه او خړې کوڅې د جنت د منظرو نه يوه منظره ښکاريده ما به له خلکو د جنت او دوزخ کيسې اوريدلې خو زه پدې نه پوهېدم چې جنت څه ته وايي او دوزخ څه ته وايي  ځکه ماشوم وم غم مې نه پيژند چې غم څه ته وايي  زه به مې چې کله هم مور په غېږه کې واچولم.
نو خوله به يې راټيټه کړه زه به يې ښکل کړم  بيا به راته غوږ کې وويل:
 بچيه! ته دافغان بچى يې ته د مسلمان بچى يې ته خداى ج د لوري يوه  لويه ډالۍ راکړل شوى ته به اسلام او انسانيت ته خدمت کوې! بچيه وطن مور وي ته ما ته خداى ج د دې لپاره نه يې راکړى چې د مور سره خيانت وکړې د چار کورونه لوټ کړى د چا وينې توې کړې بلکې ته به دمظلوم ملگرى  اوسى او د ظالم لاس به نيسي ظالم ته به دانساني ژوند درس ورکوې  ترڅو دمظلوم لاس نيوې وکړې او زمونږ له ټولنې څخه دظلم ټغر ټول شي.
 ما مې دمور خبرو ته غوږ ايښې و او په اسمان کې ولاړو ستورو ته مې کتل ستورو به سترګکونه وهل مور به مې وويل:
بچيه ! زما دا خبرې دماشومتوب نه دځان سره په يادوساته دهغه چا مينه په زړه کې مه اچوه. چې سبا ورځ يې  دپوره کېدو توان نه لرې دخپل ژوند دښه کېدو لپاره دبل چا ښايسته ژوند مه خرابوه په ژوند کې ډير صادقه(رښتين)  اخلاصمند اوسيږه کله چې هم په ژوند کې کومه تيروتنه وکړې بيا يې مه تکراروه مينه دهغه انسان سره کوه چې ستا دمينې پر ارزښت پوهيږي خپله مينه په هغه چا مه ضايعه کوه چې مينه دې ورته بې ارزښته وي دوخت ډير قدر کوه ځکه تېر وخت بيرته نه راگرځي نن ورځ به ډيرو انسانانو  له دې فاني نړۍ سره خداى پاماني کړې وي او ډيرو به ستړمشي کړى وي دنړۍ دا بنگلې او موټرې به وي همدا شپه او ورځ به راځي خو زه به نه يم.
نن ورځ زه خپل خپلوان په دوعا کې يادوم سبا ورځ به ته ما په دعا کې يادوې پرون ورځ او شپه تېره شوه خو دادې څو ساعته وروسته به بيا شپه شي څوک به چا په ارمانونه دځان سره په خاورو کې ايښې وي او څوک به ارمانونه شماري په همدې آرمان کې انسان خداى ته خپل امانت روح وسپاري اوس چې زلمى شوم نو پوې شوم چې ژوند څه دى؟ ښه او بد څه ته وايي؟ انسان دڅه لپاره راغلى ؟غم څه ته وايي؟ انسان ولې پر بل انسان ظلم کوي؟ خلک منافقت ولې کوي ؟ جنت او دوزخ دچا لپاره دى زه اوس پوى شوم چې انسان هم مظلوم دى او هم  ظالم دى ځينې انسانان دمظلومۍ ژوند تېروي دخپل خداى ج عبادت او بندگې هم  کوي ځانونه داسلام په جامه کې پټ کړى دخپل ځان  فکر ورسره وي خو ترڅنگ يې  بل پروت انسان دغه ژوند ته نه پريږدي دبل کور ورانوي او خپل آبادوي همدغه انسان ظالم دى نن هم ظالم دى او دحساب په ورځ هم ظالم دى نن راته  دوزخ ښکاره شو اور مې وليده وحشت او کرکه مې وليده، جنازه مې وليده ، شپه او ورځ راغله نن مې مور او خپلوان په دعا کې ياد کړل نن مې د ډيرو جنازې وکړې خو يوه ورځ به راشي دا ظالمان به هم دخداى حضور ته ورشي بيا به معلومه شي چې جنت دچا دى؟ او دوزخ دچا دى؟ نن مې مور نشته خو دمور هره خبره مې ژوند راښايي دمور په هرشهيد انځور کې راته جنت ښکارى خو زه څه وکړم  اوس راپورى دچم گاونډ خلک خاندي چې  زه  يوازې شو م او جنت يې وران شو  خو زه بيا وايم زه يواځې نه يم خداى ج مې راسره دى دوطن مينه او غم راسره مل دى.
په خداى مو سپارم