
کاکا لږ مخته ووځه!
ماما ته شا ته شه!
حاجي ګله ته په یو څنګ شه!
موټروان مخ راواړوۀ ویې ویل؛ بس اوس ځایېږې!
سيټ ته ورپورته شوم خو نیم په موټر کې شوم نیم بهر موټروان ژبه غاښونو ته لاندې کړه له څنګه یې دواړه لاسونه راکړل زور یې وکړ،ورتخته یې کړم او دړه ( دروازه) یې راپسې په زور بنده کړه.
موټر حرکت وکړ، له څه مزل وروسته درېیم تن زما تر څنګ سړي ته وویل؛ ګلیه! هغه بله ورځ ښځه هم درسره وه د پاکستان د موټرو په اډه کې مې ولیدې خیر خو ؤ؟
سړي سر ښکته کړ پښې یې سره خلاصې کړې پړچ شو لاړې یې لاندې توف کړې، په خوله یې لاس راتېر کړ او ویې ویل؛ هو خیر ؤ دا کال به کیدو چې د ښځې مې د غاښونو دردونه وو کارونه مې ډېر وو بس هغه بله ورځ خدای موقع په لاس راکړه نو پاکستان ته مې بوتله.
ـــــ نا نو دلته کم ډاکتران دي چې تا هلته بېوله؟
ـــــ تور حاجي! ډاکټران شته خو ښځینه ډاکټرې نشته.
ـــــــ چاوې چې نشته؟ دلته څلور پینځه ډاکټرې شته خو پوښتنه به د کړي وای څه کفر خو نه ؤ؟
ــــــــ ماته مالومې دي چې شته خو کار یې نه دی زده په خدای که په ټکي هم پوهیږي، او دا خو ما ویلي دي چې په خدای که نر ډاکټر زما په ښځه خوله ویته کړي.
د دغې خبرې په اوریدو مې زر مخ ور واړوه او ومې ویل؛ حاجي صاحب! پوښتنه د عیب نه وي، لوڼه دې شته؟
د دغې پوښتنې په اوریدو په موټر کې ناستو کسانو مخونه راواړل او په ما کې یې سترګې ښخې کړې.
سړي په حیرانۍ وویل؛ هو شکر دوه اته کلنې غبرګوني لوڼه خدای راکړي دي.
ـــــــــ ښوونځي ته د اچولي دي کنه؟
ـــــــــ نه نه! ښوونځي ته خو یې هېڅ نه اچوم ټول د کفارو علم ور زده کوي له قران شریف پرته پرې نور هېڅ نه وایم.
ـــــــــ نو دا تا چې ښځه، کومې ډاکټرې ته وروستلي وه خو هغې هم همدا علم کړی دی.
سړي ټنډه سره ګونځې کړه او په تونده ژبه یې وویل؛ وروره له دغه بحث به سره تېر شو ولې ځانونه کفر ته باسو؟ تاسو زور ورکړئ که په خویندو یې وایئ که په ښځو خو مونږ شکر مسلمانان یوو د دیني علم وس د الله تعالی راکړي د کفارو له علم د خدای مونږ وساتي.
پوه نه شوم چې څنګه خپل ځای ته راورسیدم، پر موټروان مې غږ وکړ موټر یې ودراوه زه ترې راکوز شوم او کرایه مې ورکړه، موټر روان شو له څټ سیټ څخه سړي اورمېږ راتاو کړ او په زیږو زیږو یې وکتلم.