
ګرانو ملګرو، هېوادوالو او مينوالو!
د زړه له کومي، په اخلاص او خوشالۍ سره، ټولو ته د روهي ويب پاڼې لسمې کليزې، زموږ او ستاسې ګډې خوشالۍ مبارکي وايم.
د تيرو لسو کلوونو د تيرېدو په اوږدو کې موږ تل کوښښ کړی دی، چې تاسې سره يو ځای ووسو، تر څنګ مو وو او تاسې ته، ستاسې سترګو ته د ګران هېواد او نړۍ په هکله روانې چارې، مهم حقايق، په زړه پورې معلومات، خبرونه او ليکنې ورسوو، موږ هڅه کړې ده، چې د هر ډول پيښو ريښتنی انځو تاسې ته انعکاس او انگازه کړو، په دې هيله، چې ستاسې په زړنو کې به يې خاص ځای نيولای وي.
زه په دې باور يم، چې تر دې دمه موږ او تاسې په ګډه، لاس په لاس او يوځای يوه اوږده، رېښتينې، ځلانده، په زړه پورې، په ټوله نړۍ کې د خلکو زړونو ته لاره، د ګران هېواد د سوکالۍ لاره وهلې ده.
موږ د ويب پاڼې د هر يو کتونکي او مينوال د سرښندنې، ګالنې، پالنې، ملاتړ، لېوالتيا او کتلو نه يوه نړۍ مننه کوو . موږ ستاسې د هر وړانديز، نيوکې، نظريې او ليکنې ته يو ځانګړی ارزښت ورکوو او دا ټول موږ دې ته هڅوي، چې په پاڼه کې نوې، نورې پراختياوې، اسانتياوې او د نوي او په زړه پوري مفکورو د پلي کولو لارې ولټوو . موږ به د تل په شان کوښښ کوو، چې تاسې په خپل وخت په ځاګړو معلوماتو برخمن کړو. تل به مو هڅه دا وي، چې يوه خپلواکه، ناپېيلې، ټولنيزه، خبري او فرهنګي ويب پاڼه ووسو.
موږ په خپله ويب پاڼه وياړو او په نږدې راتلونکي کې به موږ په پاڼه کې نوې داسې پروژې پيل کړو، چې په پايله کې به يې مينوالو او کتونکو ته د خبرونو او ليکنو د رسولو نورې اسانتياوې او فرصتونه منځ ته راشي، چې په دې برخه کې ستاسې ملاتړ او مرستې ته اړتيا شته.
د ويب پاڼې د چلونکو ډله د عادي، ستاسې په څير خلکو يوه ټولګه ده. موږ د تيرو لسو کالونو په ترڅ کې، شپه او ورځ، پرته له کومې مالي مرستې، په پاک ايمان او ريښتنې پښتنې مينې کوښښ کړی دی، چې تاسې ته په هېواد او په نړۍ کې تر ټولو مهم، په زړه پورې، په خپل وخت معالومات ورسوو، چې خپله ګډه مفکره تاسې سره يوځای پلي کړو.
موږ ستاسې هر ډول مرستې ته سترګې په لار يو.
په درنښت او پښتنې مينې،
خاورې ورو مو نيک محمد ويال