پاچا او وزیر/ له پنده ډکه کیسه

 
ژباړن: عطا محمد میاخېل
  یوه ورځ پاچا خپلو سړیو ته امر وکړ، چې څو دانې وحشي سپیان وروزي او له هرچا څخه چې کومه تېروتنه کېږي، نو د یادو سپیو په وړاندې یې وغورځوي، ترڅو یې په ډېر وحشیانه ډول وداړي.
  یوه ورځ د وزیرانو له ډلې څخه یوه وزیر د یوې موضوع په اړه رایه ورکړه، چې د پاچا خوښه نه شوه، امر یې وکړ، چې هغه د سپیانو په وړاندې وغورځوئ. وزیر وویل: ما لس کاله ستا خدمت وکړ او له تاسو څخه لس ورځې وخت وغواړم، پاچا وویل: لس ورځې وخت مې درکړ.
وزیر د سپیانو ساتونکي ته ورغی او ورته وې ویل: زه غواړم، چې د لس ورځو له پاره، د دې سپیانو خدمت وکړم.
ساتونکي وپوښتل: له دې کار څخه به څه تر لاسه کړې ؟
وزیر وویل: ډېر ژر به پوه شي.
ساتونکي وویل: سمه ده همداسې وکړه.
وزیر سپیوته د هوساینې د سامان آلاتو برابرول او د خوړو ورکړه پیل کړه. د هغوی وینځل او هر کار چې اړین و ترسره یې کړ.
  لس ورځې تېرې شوې او د حکم د پلي کېدو وخت را ورسېده، پاچا امر وکړ، چې وزیر د سپیو په وړاندې وغورځوئ، ترڅو یې وداړي. حکم پرځای شو او خپله پاچا هم د پېښې ننداره کوله، مګر له عجیبې صحنې سره مخامخ شو. ټول سپیان د پاچا پښو ته وغورځېدل او هېڅ نه ښورېدل.
پاچا وویل: له دې سپیانو سره دې څه کړي دي ؟
وزیر ځواب ورکړ: لس ورځې مې د دې سپیانو خدمت وکړ، هېر یې نه کړ، مګر لس کاله مې ستا خدمت وکړ او تا هرڅه هېر کړل.
  پاچا له ډېره شرمه خپل سر ښکته کړ او د وزیر د خوشې کېدو امر یې وکړ.
ښایي ستاسو په ژوند کې داسې کسان وي، چې کوچنۍ تېروتنه یې کړې وي او له ډېرې مودې را هیسې ځان ته اجازه نه ورکوئ، ترڅو هغوی وبښئ. کافي ده چې نن د هغو ښو ورځو په اړه فکر وکړئ، چې له هغوی سره مو لرلې. ډاډه یم، چې هغوی به وبښئ.