انځوريز رپوټ : په بلخ ولايت كې درې غوره شعرونه وټاكل شول


بريالى جلالزى
 
د بلخ فرهنګيانو وپتيله  چې هره مياشت به په شمال او په ځانګړې توګه بلخ ولايت كې د پښتو ادب دلا پياوړتيا په موخه د يوې مشاعرې له لارې د بلخ ولايت په كچه درې غوره شعرونه ټاكي او شاعران به يې په ډاليو او ستاينليكونو نمانځي.
 
دغه هوډ د لوى اختر په پنځمه ورځ (د ليندۍ په ۱۰مه)، د بلخ ولايت په مركز مزارشريف ښار كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې د مشر حاجي عبدالستار اسحاقزي په ديره كې د مومند بابا ادبي بهير لخوا د اختر په وياړ جوړې شوې مشاعره كې وشو.
 
په دغه مشاعره كې چې د بلخ ولايت د درېيو بهيرونو (مومندبابا ادبي بهير، ام البلاد ادبي بهير او چمتال ادبي بهير)د لسګونو شاعرانو سربېره پكې ځينو مخورو مشرانو هم ونډه  درلوده، د درې غوره شعرونو د ټاكنې لړۍ پيل او د بلخ ولايت په كچه د درېيو غوره شعر ويونكو ته د مومندبابا ادبي بهير لخوا ډالۍ او ستاينليكونه وركړل شول.
 
مشاعره د نجيب الله لخوا د قرانكريم په مباركو ايتونو پيل شوه چې د ويندويي چارې يې بريالي جلالزي او ذبيح الله اريال ترسره كولې.
 
د ليكوال او شاعر ذبيح الله احساس په هر اړخيزو څرګندونو د مشاعرې پرانيسته وشوه.
 
نوموړي وويل چې د اختر په وياړ جوړې مشاعره كې د درې غوره شعرونو ټاكنه په سيمه كې د ځوانانو د ادبي وړتيا د لا ښه والي لپاره يو مثبت ګام دى.
 
احساس وويل چې مومند بابا ادبي بهير هوډ كړى چې د دغه ولايت د نورو بهيرونو په مرسته هره مياشت دغه لړۍ روانه وساتي.
 
نوموړي وويل: ((هغه ورځ لرې نه ده چې د ټول شمال په كچه د ادب د لاپياوړتيا په موخه دغه لړۍ پيل كړو.))
 
له پرانيستې وروسته مشاعره پيل شوه او د درې غوره شعرونو د ټاكنې لپاره د مومند بابا ادبي بهير درې تكړه او ځوان شاعران ضمير سار، مطيع الله اراك او جاويد څلى وټاكل شول.

د مشاعرې په پاى كې تاج خرم د لومړي غوره شوي شعر،


شريف الله رنځورمل د دويم غوره شوي شعر او

او محمد عيسى ژمن د درېيم غوره شوي شعر ډالۍ او ستاينليكونه تر لاسه كړل.