
سندره ښه په درز کې غږیده، په موټر کې د تنګ ناستي له وجې د هر سړي په ټنډه خولې راماتې وې، دوو په عمرونو پخو سړیو، چې زه یې په منځ کې ناست وم د ځمکې د خرڅلاو په سر خبرې سره کولې، یوه ترې پوښتنه وکړه:
ـــــ خبر شوم چې ځمکه د خرڅه کړه په څو د ورکړه؟
ـــــ والله ډېره ارزانه رانه لاړه،جرب په شل( ۲۰) لکه، خو د پنځلسو ( ۱۵) لکو مې خرڅه کړه .
ــــــ نه، ولې څه مجبوري وه؟
ـــــ دومره مجبوري هم نه وه خو د مور او پلار مې حج ته د ورتلو ارمان ؤ نو ځکه مې خرڅه کړه، د پښتو وطن دی زما تربور خو د ولید چې تېر کال یې مور او پلار څنګه له حج څخه راغلل نو یو لوی خیرات یې وکړ چې له ډوډۍ سره یې هر سړي ته پیپسي هم ورکولې.
ـــــ هو هو بالکل همداسې وه هوښیارانو رښتیا ویلي چې له تربور سره به غر هم په سر وړې، بیا خو د نر کار کړی دی.
ــــــ بس خو خدای د زما مور او پلار په خیر سره له حج څخه راولي بیا ما ګوره زه به ان شاءالله یو لوی خیرات کوم او له ډوډۍ سره به لویو او وړو ته یوه یوه انرژي هم ورکوم.
یو ناڅاپه موټر ودرید موټروان مخ راواړوه ماته یې وویل: وروره نن له چا سره میلمه یې که څنګه؟
ما وې نه! چې مخ مې ښیښي ته ورتاو کړ نو له خپل کلي یې پاس بل کلي ته راوړی وم.