
قرینه په لغوي لحاظ نښې، یا علامي او د انسان نفس ته هم ویل کېږي، په اصطلاح کې قرینه عبارت د ټولو هغه ښکاره نښو، نښانونو څخه ده، چې د پټ څېز، یا چارې سره نېږدې وي او پر هغې دلالت وکړي.
قرینې د محاکمو د پرېکړو د صدور لپاره د حق د ثبوت په موخه د اسلامي شریعت او د وضعي قوانینو له مخې د یو اصل په توګه سره قبول شوی دی، په ځانګړې ډول هغه قرینې چې د قاطع یقین تر حده پورې رسیږي، مثلاً: په قضیه کې چې ګواه موجوده وي، یا د مقر اقرار او یا هم د حق اثبات دلایل شتون ونه لري؛ نو د قرینې موجودیت د دعوې د نه اورېدو(عدم استماع) سبب ګرځي او یا د یو ناداره او غریب شخص له خوا د قرض دعوه چې په مالداره او شتمن شخص باندې یې کړې وي او یا د ګواه قرابت او نژدیوالی د مشهود سره او یا هم په مرض الموت کې اقرار کول د اعتبار وړ نه وي.
نو که چیرې محاکم په دعوواو کې قرائن په نظر کې ونه نېسي، نو د افرادو د حقوقو د ضایع کېدو ویره به رامنځته شي.
د هر هېواد د ټولنیز او اقتصادي سیاستونو په نظر کې نېولو سره مقنن قانوني قرائن تدوین او پېشبیني کوي، تر څو په راتلوونکې کې قضات د منازعاتو په حل وفصل کې بیا د عمومي مصالحو د رعایت کولو په اساس د هغې په تطبیق کولو مکلف وګرځي.
حقوقي موضوعات