هدف ته رسېدل؛ ممکن دي؛ خو ستړې، لوړې او ژورې به تحمل کوې، هغه وخت دې لا باور پخیږي چې اراده دې سالمه او قوي اوسي؛ خو زمونږ په ټولنه کې له نورو ستونزو وراخوا یوه ستونزه دا هم کېدلای شي، تر ډېره په پښتون مېشتو سېمو پورې تړلې خبره ده، چې پښتون غواړي، چې مالداره شي، د ژوند تسهیلات اسانتیاوې ولري، ارامه وي؛ خو دا هر څه په خوله کې غواړي، یا هم خپل کاروبار او دنده د تحتانیت له لومړیو د فوقانیت تر سختو مزل نه کوي؛ بلکې غواړي چې پرته د زحمته دې غټه دنده ولرې، داسې دنده چې ډېر معاش ولري او که کاروبار شروع کوي، هم یې جدي ستونزه دا وي چې له صفر یې نه شروع کېږي، بلکې له اوله میلون خانې ته ټوپ اچوي؛ نو داسې چیرته کېږي او هغوی چې کار یې شروع کړی او د ژوند عادي کاروبار، لکه لاسي مزدوري کول، دوکان کې کاروبار کول، موټرواني... او که د لوستو د دندې خبرې وي؛ نو بیا ښوونکی، عادي مؤظف او مامور دا یو لوی خدمت دی؛ خو د کور چلولو او نفقې لپاره یې عاید بسنه نه کوي، دا درنې او با مسوؤلیته دندې دي؛ خو زه یې یوازې د معاش برخه څېړم، زمونږ لوستي ته دا دنده کمه تومه ښکاري، بې دندې ګرځېدل خوښوي، نه په ۴یا۵ زرو افغانیو کار کول.....
په یو کتاب کې مې د کرزيانو د کورنۍ د ژوند په اړه ډېر څه ولوستل، دوی له پیله مالداره نه ول؛ خو هڅې یې وکړي او د ځان د بسپنې او تکافل لپاره یې ځانونه فلتر کړل، دې کورنۍ د ظاهرشاه د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته خپل هېواد کې ژوند کول ګران شو؛ نو په ۱۹۷۳ ز کال کې تیت وپرک شول، قیوم کرزی امریکا ته ولاړ او هلته یې په یو رسټورانټ کې شاګردي شروع کړه، له همدې لارې یې د خپل پوهنتون د لوستلو لپاره امکانات برابرول، ورپسې محمود کرزي په ۱۹۷۶ ز کې خپله ځوانه نا واده کړې کوژدن مېرمن پرېښوده او امریکا ته لاړه په داسې حال کې چې جېب کې ورسره ۲۰ ډالر ول، د کار کولو فکر ورسره و، هېښوونکې دا ده، چې د خپل ورور سره ګډ کار کولو ته یې لېوالتیا نه لرله. محمود په سویلي مریلینډ کې د لرګیو د شرکت په اړه اعلان ولېد، دا سېمه د واشنګټن سویل ته د ګوښه پنسلوانیا د پوتوماک د سیند او د چیساپیک د خلیج ترمنځ د تمباکو په پټیو کې پرته ده، محمود یوه وسپنیزه آره واخېسته او د خپل بخت ځلولو لپاره یې مټې راونغاړلې. قیوم د محمود په اړه وایي، چې هره ورځ د سهار لمر خاته سره له کوره وتلو او د شپې نا وخته به خورا ستړی راستنېده.
مورګن کرزی وايي، چې په لومړیو دوه ورځو کې به محمود ویل نن مې ایله پنځلس ونې آره کړې، زه هېڅ پېسې نه شم ګټلی، اړ یم، چې لویه آره واخلم، محمود به تل هیله من و، چې وروسته یې یو څه پېسې پیدا کړې او له قیوم سره یې په رسټورانټ کې کار پیل کړ، دی وایي د لرګو پرې کولو داسې به مې کولو چې ځان سره به مې داسې احساس کاوه، چې زه له فولادو جوړ یم! باالاخره تر دوه کاله شاقه او ستړي کارونو وروسته یې پېسې وګټلې په ۵۹۰۰ ډالر یې موټر ځانته واخېست، خپلې نا واده کړې مېرمن وږمې ته یې پېسې ولېږلې، هغه هم امریکا ورغله او پر افغانستان د شوروي د یرغل له یو کال وروسته په امریکا کې له محمود سره یو ځای شوه. دا ډېره اوږده کېسه ده................
باالاخره تر ډېرو ستړو وروسته دې کورنۍ د افغانستان واګي په لاس کې واخېست، دا یې د ټولې کورنۍ په خاص ډول د مړ پلار لویه هیله وه او دوی وتوانېدل چې خپلې موخې ته ورسیږي او نن تر ټولو شتمن دي. خبره مې تر دې کوله چې کلک هوډ ولرئ، که د ژوند جوړولو فکر او تکل کې یاست، کمو پیسو ته مې ګورئ دنده پیل کړئ، کور کې شته او راتلوونکي مشکلاتو ته اوږه ورکړئ، حوصله له لاسه مه ورکوئ، تاسې ګټوونکي کېږئ. کار وکړئ پرمختګ تدریجي دی.
۱۳۹۶/۵/۲ ص ف دفتر
وروستي