نه پیاوړي دي، ځکه خو دپوهانو، مشرانو، شاعرانو ،نقادانو او سیاسي شننوکو خبرې له بل هر قوت نه ډېرېځواکمنې دي.
موږ د سرپه سترګو لیدلي دي، چې ډېرځله دیوه پوه یوې جملې یا د یو شاعر یو بند دسترو پیښو مخه پر بل لوري ګرځولي وي؛ لنډه بیلګه یې د فرضې یاحقیقې ملالی ابۍ ټپه ده، چې د فرنګ سوبه یې دهغوی په ماتې بدله کړه:
که په میوند کې شهید نه شوې
خدای ږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
له دې کبله ،ډېرځله یوه خبره داسې په منډه د سړي زړه ته لاره پیدا کړي او هلته داسې کلکه کینې، چې بیا نو په ټول ژوند کې ورسره ملګرې وي او د ژوند په کږلېچونوکې لاره ورښیې، ته به وایې کوم ډېرمهربانه روزونکی اومربی یې شپه ورځ په څنګ کې ناست اوروان دیکله ،چې هم ددې خبرې په اړوند ځای کې کږه پښه ږدي؛ نوله مټه یې نیسي او دحال په ژبه ورته وایي:
داڅه کړې!
ولې خپل همت له لاسه ورکوې او د حالاتو مبارزه نشې کولې!؟
اګاه شه!او روان شه!هغه چارې تر سره کړه،چې ستا د میړانې سبب شي او د بې ننګۍ مخه دې ونیسي.
راځئ! داخبرې ولولئ او پند ترې واخلئ:
۱ - د دې په ځای چې ټول عمر په تیارو لعنتونه وایې، له ځانه یوه کوچنۍ شمعه جوړه کړه، چې بل ته دې خیر ورسیږي.
۲ - له ناممکن نه چا پوښتنه وکړه، چې چیرې اوسې؟ هغه وویل: د عاجزانو په خوبونوکې.
۳ - هغه څوک پیاوړی ندی، چې هروخت جګړه ګټي، بلکې هغه څوک کمزوری دی، چی تل یې سوله بایللې وي.
۴ - ترڅو چې ته دبیا له پاره په پښو درېدلی شې په ناکامۍ مه خپه کیږه.
۵ - په کوم کور کې، چې کتاب نه وي، هغه کور بې روحه دی.
قوي عزم او اراده ولره ، خپل همت ته ځواک وروبښه او ځوان یې وساته؛ ترڅو ژوند دې د رنګینیو ډک او دکامیابۍ اسرار شي.
وروستي