غزل

 
اې لارویه په دې لاره بیا کاروان تیریږی . 
.
فکره لږ ویښ شه چې داڅه په دې جهان تیریږی
.
چا ویل اطلس کې ستا قدم د راتلو لارې څاری
.
اوس خاطرې دې هسکې شوې تر آسمان تیریږی
.
که د بلقیس د رویبارۍ لاسونه سره په نخرو .
.
پاس په هوا کې زرین تخت د سلیمان تیریږی
.
عشقه ترڅو به دجانان په دې  ښکلا مین وې
.
لږ وړاندې وګوره چې سره اوسپین ګلان تیریږی
.
ما تخیل کې ارسطو او سینا پورته ګڼل
‏.
اوس مو هرچم کې ترینه ښکلی عالمان تیریږی
‏.
د خالقیار په ژبه هر وخت دا دعا جاری وی
‏.
ته یې نور خلاص کړې چې ترڅه افغانستان تیریږی