د ګډ حکومت له رامنځته کیدو سره سم په عام ولس او ملکي وګړو امریکایي طیار د خپلو بمي بریدونو څپاند بهیر پیل کړ.
لومړی برید د اشرف غني د ټاکل کیدو په سبا باندې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک څخه دوه ساعته مخکې د خوست په علیشرو کې وشو چې د یوه سراچه موټر چې پکې ښځې ماشومان ؤ په نښه شو،د حکومت له پردې اچولو سره سم دوهم هغه یې د پکتیا په اودکي کې په شپنو )مال څروونکو) ترسره کړ چې بیا د هغه وخت پکتیا والي جمعه خان همدرد د امریکایانو په نمایندګي قربانیانو ته یوه یوه وزه په ننواتې کې ورکړه.
له امریکا سره د امنیتي تړون په حاشیه کې د دې جملې چې (په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه له هرنوع قضایي مصؤنیت څخه برخمن دي) تر لیکلو او بیا پرې د افغان مشرانو د لاسلیک کولو وروسته د افغانانو وینې امریکایي وحشي قاتلانو ته وړیا ډالۍ شوې، دې جملې او په ټوله کې یاد تړون امریکایانو ته اجازه ورکړه چې هرچیرې او په هرځای او هر وخت کې امریکایان کولی شي د خپلې خوښې وړ جنګي عملیات،شپینۍ چاپي،او ناڅاپي کمینونه تر سره کړي، د ملکیانو ژوند ته د پام کولو هیڅ نقطه د یاد تړون په محتوا کې رانغله ځکه افغان مشرانو فکر کاؤ چې راغلي ټول بشري مدافعین دي او زموږ له ویلو پرته به هم خپل عملیات دوسلوالو پرضد کوي.
بلخوا ترینګلو حالاتو ارګمشر اشرف غني هم مجبور کړی ؤ ترڅو د خپلې بقا لپاره د امریکایانو په خوښه هرڅه ته اماده اوسي.
له بل پلوه ځینو ګمان کاؤ چې نوموړی د شاشجاع په څیر د امریکایي ګټو د تحفظ پخاطر ټاکل شوی منسوب واکمن ده چې د هیڅ چارې واک نلري.
بهر حال!
به هیواد کې بریدونو زور واخیست او امریکایانو به چې چیرته اطلاع تر لاسه کړه یا به یې کوم څه له هوا څخه مشخص کړه بې له تفکیک او څیړنو به یې پرې آسماني تندرونه راخطا کول.
دا چاره تیر کال هم روانه وه ،خو سږکال یې د قتل عام په څیر داسې ملا ورته راتړلې لکه د افغانستان ټول وګړي چې جنګیالي او د دوی پرضد یې قیام کړی وي د کندوز، اروزګان، ننګرهار،میدان ورګ په ګډون د هیواد په هر ولایت کې یې خپل زړه یخ کړ.
او خلکو ته یې خپل وحشت د دوستۍ له پړوني برملا وروښوده.
امریکایان حتا په دې هم ونه شرمیدل او په مطبوعاتي ډګر کې یې هم افتخارانه وویل چې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې یې ۱۶۰۰ بمونه غورځولي چې د دوی په قول په ټول تیرکال کې یې هم دومره بمونه نه وه غورځولي.
همداراز په ځلونو یې پوځیانو له رسنیو سره په خبرو کې اعتراف وکړ چې دوی په ملکي وګړو بې تفکیکه بریدونه کول او د هر کره او ناسم راپور په هکله به یې له څیړنو پرته اقدام کاؤ.
د ګډحکومت تر راتګ وروسته په افغان پوځیانو هم حملو زور اخیستی او په دوو کلونو کې شاوخوا ۱۰ پوستې او پوځي مرکزونه بمبار شوي او سلګونه افغان عسکر یې قرباني شوي.
د ګډ حکومت د مشرانو چې د خپلو ملکیانو په بمباریو یې خولې ګنډلې وې، او د تړون تر مخه یې د هیڅ غندلو جرأت نه درلود، آن د خپلو نظامیانو او مدافعینو پوښتنه یې هم نشوای کولی.
بلخوا په اصطلاح مدني ټولنه او بشرپاله ادارې، نړیوال سازمانونه هم په دې اړه چوپه خوله دي
د مدني فعالانو په هکله له لمړي سره فکر داوه چې دوی د ملت د غږ د اوچتولو پخاطر نه، بلکه د امریکایي سیکولریزم فکر د ترویج په خاطر جوړې شوې ډلې ټپلې دي چې غواړي د خپلې ورکړل سوې پروژې ترمخه د امریکایي موخو لپاره تبلیغاتي سانسور برابر کړي، نو ګیله ترې بیځایه حماقت دی.
د بشرحقوقو کمیسیون چې له نوم څخه یې د بشرپاله خواخوږې ډلې اثر څرګندیږي په واقعت کې داسې نده، د دې ډلې مشر د لس کلونو لپاره د امریکایانو لخوا ټاکل کیږي چې دا اداره اوس د سیماثمر په نامه د یوې کاملې فاحشې او بدنامې ښځې په لاس کې ده،نوموړې بې له دې چې پتمنې افغان نجونې فحاشي ته وهڅوي، بله چاره نلري.
نو د بشرحقوقو په نامه دې امریکایي ادارې ته هم سترګې نیول جهالت ده.
د بښنې نړیوال سازمان او ملګري ملتونه هغه چې مرکزونه یې په نیویارک کې دي هغه بشرضده ادارې دي چې ټول افغانانو ته د ترهګرۍ له سوري څخه ګوري،دوی هغه څوک چې د امریکایانو استخباراتي غړی وي او یا هم ددوی تبلیغاتي کس وي په وژنه خواشیني ښکاره کوي ، نور د ملکي افغانانو په وژنه ځان خبرول هم د وخت ضیاع بولي.
په پای کې ویلی شو چې افغانان له الله جل جلاله پرته هیڅ د وامعتصما ځواب ویونکی نلري نو بنأ افغانان باید د یوې ملي اجماع له تدویر سره سم د راغلو پرضد چیغه پورته او د حامیانو پرضد یې د کلکې مبارزې لپاره مټې رابډ وهي کنه نو حال مو ورځ تر بلې د انزوا په مسیر درومي او خدای مکړه د قتل عام د پلانونو ښکار کیږو.
وروستي