تیره ورځ کابل زورورې، بوږنونکې او وحشت ناکې چاودنې ولړزاؤ چې د پژواک له قوله یادې چاودنې آن تر ۵ کیلو مترۍ ودانیزې شیشې ماتې کړې. د برید موقعیت خورا حساس ؤ چې د چاودنې تر نیم ساعت پورې چا تصور نشو کولی چې اصلي کوم ځای کې شوې ځکه یو لوی غږ ؤ چې چا به وزیر اکبرخان ښوده او چا به د ترافیکو څلولاری او ..... خو تر ځنډ وروسته څرګنده شوه چې برید زنبق په څلولاري کې په یوه خورا حساسه سیمه کې شوی ؤ چې شاوخوا یې مختلف سفارتونو موقعیت، او په څنګ کې یې د آغاخان دګروپ یوې سترې مخابراتي شبکې(روشن) او د یک تلویزیون حضور درلود. او سیمه هم کاملا د امنیتي ځواکونو تر پراخ پوښښ لاندې وه.
بلخوا د برید هدف خورا پیچلی ؤ. برید آن طالب ځواکونو هم وغانده او دا یې وحشیانه کړنه وبلله، د برید پړه لا هم څرګند لوري نده اخیستې خو داعشیانو یو بل په مبارکیو نازول .
لا هم څرګنده نده چې د یاد برید اصلي هدف څوک ؤ او ولې ملکیان د برید قربانیان شول؟
راځئ دلته یو څو نقاط وڅیړو. ولې داسې پیچلي بریدونه په داسې عامو ځایونو کې کیږي او ولې د مخنیوي څوک نلرو ،آیا د یاد برید عاملین به پیدا شي، که پیدا شول څه برخورد به ورسره وشي، ولې د دومره ستر ظلم او بې حده تیري ښکار عام افغانان دي او بس؟
★ ولې داسې پیچلي بریدونه په داسې عامو ځایونه کې ترسره کیږي؟ دا پوښتنه په ډیرو برخو ځوابیدلی شي لمړی خارجي بعد یې: چې اوس وخت کې مو هیواد د څو اړخونو په نیابتي جګړه کې را ګیر دی ،چې د امریکا او روسیې ترمنځ رقابت، د ایران او سعودی تر منځ رقابت، د اروپایی ټولنې د امریکې تر منځ، او بیا وروسته په لویدیځوالو په حشر سره د روسیې او چین سره تربګنۍ، د پاکستان هندوستان ترمنځ ښکیلتیا او ډیرو نورو منطقوي ښکیلاکګرو لخوا د داسې برید امکان شته چې افغانستان یې دخپل حلیف د ماتې ډګر ګرځولی او لا هم اخته دي. او غواړي خپل مقابل لوری په افغانستان کې په افغانانو وټکوي. او داخبره ولسمشر غني په ځلونو کړې چې دوی ته دافغانستان د لاینحل مسئلې څخه نړیوال امنیت اولویت لري، چې د ده په وینا دوی د نړیوال امنیت او مخدره توکو ګمارل شوي اجیر ځواکونه دي.
★دوهم داخلي اړخ یې: افغانان او نړیواله ټولنه ټول پدې اګاه دي چې د کابل د کاواکې ادارې ټولې چارې ،او د کارونو هر ډول رهبري یې د امریکایانو په لاس کې ده او څه ډول یې چې طبیعت ؤ هغسې یې سوق کوي چې د داعش په نامه امربکایی پروژه یې هم پرې تحمیل کړه، او ګڼ داسې لاسوندونه شته چې ظاهروي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د ولسمشر په رهبرۍ باندې دا پروژه تمویلوي او سبوتاج کوي یې. نو لرې نده چې دنړیوالو عسکرو د پراخ حضور پخاطر او د هغوی د مرستو د بیا جلبولو لپاره د دوی لخوا د بهانې ورکولو او د هاوی د هڅولو په خاطر داټولوژنه شوې وي. ځکه ډیرې کړۍ لاهم د حکومت په داخل او خارج کې شته چې د نړیوالو په حضور کې خپلې غوښنې ګټې ویني
★ د برید عاملین به پیدا شي.؟
بدهي ده کله چې کومه پیښه ګونګه پاتې نشي خامخا یې عامل پیدا کیږي داچې عامل څوک ده. نو دې خبرې ټول حک حیران کړي ځیني یې د الوتکې برید بولي نو الوتکه خو به ضرور د امریکا وي، او امربکایان دلته قضایی مصؤنیت لري که ټول افغانستان لوټه لوټه هم کړي دولتي حاکمان د څه اعتراض او پوښتنې حق نلري، او که د کوم سفارت ټانکر په کومه واسطه تر دې ځایه رسیدلی بیا نو د یاد سفارت خو لمړی پیدا کیدل شوني ندي، او که څرګند هم شو نو د مرستو د دروازې د بندښت روی به هرڅه ختم کړي. او فعلي حکومت دوی ته په هرڅه کې د سوال ځولۍ غوړولې. ده
داچې دولت بې له تحقیقاتو او سمدلاسه طالبان د یادې پیښې عاملین وبلل او په وینا یې برید په وزیرستان او کوټه کې سازمان دهي شوی ؤ. نو دا بې وخته حماقت یې له یوې خوا د پیښې په اړه د دوی خبرتیا او بیا یې مخنیوی نکول دا په ګوته کوي چې د دوی ښکیلتیا پکې له ورایه څرګنده ده، او بل داچې طالب هیڅ کله داسې برید ندی کړی چې بیا دوی غندلی وي، او بل داچې د ساحې حساسیت ته په کتو سره هیڅ اټکل نکیږي چې د طالب په څیر یو ډله دې داسې برید په داسې مصؤن ځای کې پلانګذاري کړي، .
★ولې د دومره سترو ظلمونو ښکار یو؟
د امریکایی او افغان لوري په شوي توافق لیک کې په صراحت سره لیکل شوي چې امریکایان به د افغانستان په لر او بر کې له مکمل قضایي مصؤنیت نه برخمن وي او دولت مشر پرې په هر ډول جرمي صبغه د اعتراض حق نلري.
نو د یاد تړون برکت دی چې نن د مور بم په څیر د سترو بمونو ښکار یو، ارودو پولیس مو په ډراماتیکه توګه بمباریږي، د کابل چهارصدو بستر په څیر هم ډلییز وژل کیږو او د طالب او مجاهد په نامه مو له ببګناه افغانانو هدیرې او جیلونه ډک دي.
★ولې دمخنیوي څوک نلرو؟
افغانستان یو داسې رهبر ته اړتیا لري چې د استقلال څرک پکې له ورایه څرګند وي،تر هرڅه مخکې د هیواد او خلکو امنیت او اقتصادي بهبود ته ژمن وي او وطن دوسته رهبریت ولري چې د دې خوب تعبیر لا افغانانو ندی پیدا کړی او په ټولییز ډول ترې مایوسه دي. نو یې هر ځوان له مافیا سره هم یو موټی ده، له دولت سره هم شخوند وهي، او له طالب سره هم سلام علیک لري. نو اور چې له خپل تن څخه وي د دې وژل بیا ستونزمن دي
★حل لاره
که افغانان غواړي چې د امن په ټغر راټول شي آزاد مستقل مشر د آزاد افغانستان لپاره ولري نو لمړی دې د ښکیلاکګرې امریکې مخه ونیسي ،داسې چې دولتي ځواکونه دې چورلټ د هغوی له حمایوي دفاع څخه ځان لرې کړي که د طالب په څیر ورسره نه جنګیږي اقلا دې طالب ته لار ورکړي تر څو هغوی په نښه او د ګران افغانستان څخه یې د خیبر په څیر د تر لپاره وشړي.
وروستي