ارګ له پاکستان سره دولت په دولت مذاکرات کوي، آیا طالب مطرح دي که ډیورنډ؟

د ګډ حکومت له راتګ وروسته پر دې اداره نیوکې زیاتې شوې چې ګواکې له پاکستان سره یې د ډیورند په فرضي کرښه هوکړه کړې.

د ملي یووالي دحکومت مشر اشرف غني په تیرو څو میاشتو کې یوځل بیا د پاکستان د پوځ او ملکي دولتي چارواکو سره د سولې په نامه د ګډو بحثونو لړۍ پراخه کړې، دې چارې د اروپایي اتحادیې، امریکا او په تیره بیا د بریتانیا قوي ملاتړ خپل کړی دی او هغوی یې د هیواد دثبات لپاره رغنده ګام بولي.
دلته څو نقطې د تمرکز وړ دي.

د دولتونو مخامخ مذاکرات یانې څه؟ آیا دلته په رښتیا هم د طالبانو سره د مذاکراتو خبر مطر ح ده؟ ارګ او اسلام آباد د ډیورند سرنوشت ټاکي او که د طالب؟

تیره ورځ د ګډحکومت مشر پاکستان ته د بریتانیا د عالي کمیشنر توماس ډریو سره له نږدې وکتل او له پاکستان سره یې د مخامخ مذاکراتو خبر ورسره شریکه کړه.

ډریو د غني له وړاندیز څخه خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې بریتانیا یې له دې اقدام څخه ملاتړ کوي او د هرډول همکاري ډاډ یې ورکړ.

غني وویل؛ بالاخره قوي هوډ مو وکړ ترڅو له پاکستان سره مخامخ مذاکرات وکړو.

ارګ ته نږدې سرچینې وایي؛ ارګ ته د روان بحران مهمه مسئله د ډیورند لاینحل لانجه ښکاري او غواړي همدا نقطه د دولت په سطحه حل کړي.

که څه هم دې مسئلې ته ټولو حکومتونو مثبت ځواب نه دی ویلی او لا هم افغانستان ته د فرضي کرښي څیر حیثیت لري او پر سرنوشت یې د پریکړې کولو واک ملتونو ته ورکړی، خو د غني اداره غواړي دا ابتکار په خپل نوم کړي او پاکستان ته د خپلې خاورې رسمي قباله ورکړي.

له پاکستان سره مخامخ مذاکرات د طالبانو د انزوا په خاطر کیږي؟
د سیاسي چارو کارپوه وحیدمژده وایي؛ طالبانو د خپل وجود له راتګ څخه بیا تر اوسه ثابته کړې چې دوی یو مستقل ځواک لري او د سیمې د هیڅ یوه هیواد تر نفوذ لاندې نه دي.

که پاکستان اوس هم پر هغوی فشارونه اچوي نو نتیجه به ځکه ونه لري چې هغوی په خپل هیواد کې د ولسونو تر منځ ژوره ریښه لري هغه څه چې د ماتې فکر یې تعلیق بالمحال ګرځي.

څه موده وړاندې د ارګ یوه چارواکي رسنیو ته ویلي و، چې اشرف غني د ملي امنیت د رئیس په مټ نه، بلکه په خپله له پاکستاني چارواکو سره په لویو مسایلو خبرې کوي.

دسرچینې په وینا، غني له پاکستان سره تر هغه ډیرې ژورې اړیکې لري چې فکر یې کیږي او زیاتوي چې نوموړی په اونۍ کې دوه_درۍ ځله د پاکستان له لومړي وزیر او د پوځ له مشر سره په روانو تحولاتو غږیږي.
بریتانیا د پاکستان له خوا پر پوله د اغزن تار له لګولو هم حمایت کړی او ویلي یې دي چې دا دپاکستان حق دی چې دخپلې رسمي پولې پرسر دا تار کش کړي.
 
مهمه خبره دا ده چې ارګ او اسلام آباد به په مخامخ خبرو کې د ډیورند سرنوشت ټاکي او که د طالب؟

دلته دوه لیدلوري دي یو د ولسونو او طالبانو نظریه او بل هم د نړیوالو وړاندیزونه.
امریکایي چارواکو او نړیوالې تولنې په وار وار ویلي چې پاکستان له طالبانو سره ځکه مالي مرسته کوي تر څو افغان حکومت مجبور کړي چې د ډیورند مسئلې ته غاړه کیږدي، دوی همداراز د هیواد په ختیځو برخو د توپونو په ویشتلو او نورو تخریبي چارې ترسره کول د فشار په توګه کار وي.

چې د دوی په خبره باید دا پاکستان دا بهانه ورکه او ډیورند د پیړۍ دعوه یې ورختمه شي ترڅو افغانستان باثباته شي.

خو ولسونه او طالبان بیا د پاکستان توغندویز بریدونه د فشار آله مني، خو د طالبانو له حمایت سره مخالفت ښیي.

لوی اکثریت طالبان شته چې په پاکستان کې له ستونزو او کړاو ډک ژوند تیروي او یواځنۍ نقطه چې دوی یې د امریکایانو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې راپارولي هغه هم د هغوی ظالمانه یرغل او د یو مشروع حکومت نړول دي او بس.

دا چې طالبان اوس د هیواد پر نیمایي خاوره واکمني لري اړتیا نه لري چې دپاکستان په ګډون یې کوم هیواد حمایت او مرسته وکړي.

ټولټال نتیجه دا شوه چې د ارګ او پاکستان مذکرات د طالب نه، بلکه د ډیورند پرسر د یوې مخفي معاملې پیل شوی بهیر دی.