- مورينډکه = مور ، مورکۍ ، لامل ، د بدمرغيو سرچينه ، زېږوونکې ، د ناخوالو منځ ته راوړوونکې.
- زوال شدکې =( زوال شدکی ) ؛ د مؤنث او مذکر (هلک او نجلۍ ) لپاره استعمالېږي . ځوانيمرګوټی ، ځواني مرګوټې ؛ ځوانيمرګې ، ځوانيمرګه (يوه نيمه مور چې خپل زوی يا لور ته کله ډېره په غوسه شي او بيا ورته ښېرا او ښکنځلې کوي ؛ نو له ډېره قهره ورته وايي : « زوال شدکې ( زوال شدکيه ) ځوانيمرګه (ځواني مرګ ) شې !)
- چج = چج په اطرافونو کې په کليوالي ژوند کې د غنمو ،شولو ، وريجو، جوارو ، وربشو ، ميو ، دانو ، غلو د پاکولو (څپ وهلو ) يوه کاري وسيله ده . چج له کړکو او غوړګو څخه په لاس جوړېږي .
- منقل = له اوسپنې څخه ګرد جوړ شوی دايروي جوړښت دی . آهنګران ( پښان ) يې له آهن چادر او اوسپنې څخه جوړوي. په منقل کې خلک د اور سکروټې اچوي ، يا سکاره پکې تازه کوي او په پکي باندې يې په سکروټو بدلوي بيا يې تر صندلۍ لاندې ږدي او يا يې د حُجري په منځ کې د ژمي په سړو شپو ـ ورځو کې د دې لپاره ږدي چې مېلمانه ور باندې خپل ځانونه ، مخونه او لاسونه ګرم کړي .
- اوجاغ = اوجاغ هم لکه د منقل غوندې له آهن چادر او اوسپنې څخه آهنګران جوړوي ، له منقل سره يې توپير دادی چې منقل لوی وي او اوجاغ وړوکی وي . په اوجاغ کې هم د اور سکروټې اچولې کېږي او د مېلمنو د لاسونو ، مخونو او ځانونو د تودولو يوه وسيله ده ، په حُجرو او مېلمه خونو کې ترې کار اخيستل کېږي .
- سورنی (سُرڼی )= سورڼی ؛ لکه د شپېلۍ (بيم ) په څېر يوه دودکه ده (د ساز يوه لرغونې وسيله ده )، چې له ډول سره همزمان د خولې په ذريعې پُف کېږي او لوړ آواز ترې را اوځي . ډول او سورنی له ډېرې وړاندې زمانې څخه په پښتني سيمو کې د کوژدو ، ودونو ، د خوښيو په بنډارونو ، مجلسونو او غونډو کې وهل کېدل .
- دايره (دايرا ) = له ګرد (تاو شوي ) د دايرې په شکل لرګي او د پسه ، وزې له پوټکي څخه جوړه شوې د سازکولو يوه ډېره لرغونې وسيله ده .(ځينې خلک ورته «چمبه» هم وايي ) .
- هرکاره = ولسي خلک (نالوستي وګړي ) ورته « ارکاره » وايي . هرکاره د کړايي په څېر د آهنګرانو په ذريعې له اوسپنې څخه جوړېږي ، يوه ګرده ـ ژوره کاسه (سينه )، يوه لنډه مښوکه او اوږد لاستی لري ؛ پخوانيو خلکو به هرکاره د نغري د اور لپاسه ايښودله ، په هرکاره کې به يې د غوا غوړي سره کول ، يا به يې پکې د پسه د لم وازده ويلې کوله ، بيا به يې په هغو سرو کړو غوړيو يا د پسه وازده کې سابه تبی کول ، يا به يې غوړ پر شيدو ، مستو ، لېټۍ او نورو کتغونو اچول او له ډوډۍ او ؤږرې سره به يې خوړل .
د مرګ په ډګري ولاړې د
پښتو ژبې سيمه ايزې کلمې: