
د یادونو تصویر
خوب کې ما لوبې کولې چې را ویښ شوم
ستا په زلفو مې لیلا لوبې کولې چې را ويښ شوم
وس وسو د محبت کې زه ویده وم
پرې به چا لوبې کولې چې را ویښ شوم
دې خوږو خوږو خیالو کې ښه خوشحال وم
کله ما او کله تا لوبې کولې چې را ويښ شوم
د یادونو تصویرونو په بازار کې
یو تصویر سره مې ستا لوبې کولې چې را ويښ شوم
دې غمونو خو سپین ږیری کړې ساپيه
راسره یار په خنده لوبې کولې چې را ویښ شوم
احمدضیا ساپی
1395/6/25