ای مجبوره ...

 
ډیر خفه یم مسافره دلته راشه
ای مجبوره مهاجره دلته راشه
د خیبر او د شمشاد په څوکو باز غوندې را واوړه
ته د سوات او پیښوره دلته راشه
ټول کابل افغانستان به درته غوږ شي
زمونږ نامتو خوږه شاعره دلته راشه
ستا شعرونو اریانا ده رپولې
راته نه شي د نظره دلته راشه
د ضیا ساپی خو تاته دا یو سوال دی
سوال مې ومنه باقره دلته راشه



احمد ضیا ساپی
چاریکار
2016-8-1