جنګو ځپلی تګاب

 
جنګو ځپلی تګاب
بمو ویشتلی تګاب
باغ د انارو خو سور ګل دی، څومره سور ښکاریږي
ته به وایې چا په وینو لمبولی تګاب
غیږ د وطن نه زما دنګ تنکی زلمي وتلي
په مزارو او بیرغو یې ښکلی کړي تکاب
چا په ټانکو او په توپو وویشته
دغو خو هم په طیارو وویشته
جرم یې څه و چې ړنګویې تګاب
خلکو چې مړ شو بیا یې دلته خښ کړۍ
دا د ضیا ساپی دی کلی تګاب
 
احمدضیا ساپی