
دلته د سرو وینو دریاب موږ پکې غرق پراته یو
اختره داسې سلسله ده، موږ په غم ککړ یو
مونږه په جنګ کې یو لوی شوي، غم او درد پېژنو
ګل نه نفرت کوو اغزو ته خپل ټټر ورکوو
اختره تا سره خوښۍ دي، موږ په غم کې ګیر یو
دلته چمن خزان وهلی، موږ په تورو تم کې ګیر یو
اختره دلته به له جنګ او غم بل څه ونه وینې
لاړ شه اباد ښکلي ګلشن ته موږ په زړه پرهر یو
داسې محل ته ستا راتګ کومه معنا نه لري
په تورو شپو کې ستا خوشحاله ژوند بقاء نه لري
په تورو شپو کې مې ژوندون دی آه کولی نشم
نور مې د زړه غمونه ډېر دي ساه ایستلی نشم
زموږ لاسونه د ککړ د خپل بچو په وینو
څنګه به موږ تاته په مینه هرکلی وو یو
اختره لاړ شه جیرته لرې دا دې غم وطن دی
دلته ته د جهل لوی زندان موږ پکې بند پراته یو
بازمحمد منګل