مه راځه اختره

 
مه راځه اختره زمونږ چم کی خوشالی نشته
دلته دی غمونه ستا راتلو ته هرکلی نشته

دا خو انصاف نه دی چی د غم سره خوښی دی وی
بیرته په شاه لاړ شه زمونږ زړونو کی خوښی نشته

ګوره د غمونو سره زوړ کال په مونږ نوی شی
لا ناورین اوږدیږی لا په مونږه نیکمرغی نشته

څیری ګریوان ګرځی لا بچی زمونږه کلوکی
چغی د یتیمو چی په غاړه یی کالی نشته

مونږه نه شیبی د اخترونو هیری شوی دی
کال په کال غمونه د ولس مو سوکالی نشته

زړونه ټول مړژوانده موسکا نه ښکاری په شوڼدو اوس
شته دی خوانان شته دی خو حجرو کی یی مستی نشته

تل خو اخترونه په پيغلوټو ښایسته به و
وران مو اوس ګودر دی د پیغلوټو اه شرنګی نشته

هر اختر زمونږ په راشه درشه د خپلوانو به و
نیت یو بل ته بد مو اوس مو خپل سه خواخوږی نشته

څنګه زه اختره په خندا خندا دی ونمانځم
سر په سر غمونه هیڅ خوشی می ابدی نشته

وګوره اختره دی یتیم ته خو نظر وکړه
څومره بد نصیب دی چی په غاړه یی کالی نشته

وکړه قضاوت اختره ووایه مطیع ته نور
بیا هله راځه که چیرته مونږ کی ځانځانی نشته
 
مطیع الله رؤفي