
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د زوريدلي ولس ټول غيور ملت څه په وطن او څه له وطنه مسافرو افغانانو ته خپلې نيکې پېرزوينې او مبارکي وړاندې کوو.
اختر د سولې، خوښيو او خوشاله ګډ ژوند پيغام ده !
هيله ده موږ داسې ژوند له همدې اختره پېل کړو.
لوی اختر مو نېکمرغه ټولو هېوادوالو ته څرګنده ده چې سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز له کلونو راهيسې د هېواد په کچه د هېوادوالو د علمي کچې د لوړاوي، سولې راوستنې، د ځوانانو د وړتياو د ظرفيت لوړولو، له بې وزلو سره د مرستې په اړه ګامونه پورته کول، علمي او روزنيز کورسونه برابرول، ورزشي فعاليتونه کول او ګڼ شمېر نور غېر سياسي او د خلکو په ګټه فعاليتونه کوي چې له نېکه مرغه تر دې دمه يې په ټول هېواد کې په زرګونه ملاتړي پېدا کړي دي او د غړيتوب کارتونه يې وېشلي دي، د همدې مرکز له موخو څخه يوه دا هم ده چې په هېواد کې د سولې د ټېنګښت لپاره هلې ځلې وکړي، له همدې کبله ده چې د ۱۳۹۵ ل ل کال د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو له کبله په ټول هېواد کې دولتي چارواکو، غېر دولتي او دولتي بنسټونو، مدني ټولنو، اسلامي ګوندونو، مجاهدينو، د جهاد او جنګ ښکېلو خواوو، د هېواد په مېنه د شهيدو زامنو، پلرونو او وروڼو ارواحو، کونډو، يتيمانو، غازيانو، بې وزلو، د هېواد ټولو خوېندو او مېندو، په هېواد کې ټولو مدني فعالانو، له هېواد څخه د باندې مسافرو او ټولو نړۍ والو مسلمانانو او بالاخره د ټولو هېوادوالو تر څنګ د هېواد ولسمشر محمد اشرغني ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وايي. هېله ده چې دغه اختر مو له تېرو اخترونو سره توپېر ولري او د خوښۍ او امن اختر شي. ددې مرکز مشرتابه هېئت، اداري کارکوونکي او ټول تشکيلاتي ارګان د پاک او مهربان رب په دربار کې لاسونه لپه کوي تر څو دغه اختر مو په هېواد کې د ورورولۍ، سولې، امن او پرمختګ سبب وګرځي، په همدې هېله ددې پېغام ټولو لوستونکو ته بيا هم د زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي او پېرزوينې وړاندې کوو. د سوکاله ژوند او نېکمرغه اختر په هيله سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز.
مشرتابه او غړو لخوا.
د سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز مشر
استاد ګل کريم سحر
د سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز
د ټولنيزو چاور مسول، او پاڅون اخبار مسول مدير
رسول اشنا