غزل

 
د زلت په خوب وېده سترګې یې پټې
سم خمار دي له تاریخ یې سترګې پټې
چې د غازي او غله فرق کولای نه شي
دوی بې لارې په سمه لار یې سترګې پټې

دوی په شکل د انسان لوی شیطانان دي
د مظلوم په زخم پښه ږدي سترګې یې پټې

ټول اخته دي د خود خواهۍ په مرضونو
خوري د هر مظلوم حق، سترګې یې پټې
هسې وایې چې موږ قهرمانان یو
د بل غیږ کې د پراته سترګې یې پټې
همیشه یې خپل ملت دی دوکه کړی
دوی مغرور ګرځي مستان سترګې یې پټې
یوه ورځ به ټول حساب ورسره وشي
لکه بت به وي ولاړ سترګې یې پټې
تر ابده به یې ژوندون نه وي بازمحمده
دوی به ویني مرګ د ځان سترګې یې پټې