د بېلا بېلو ليکوالانو:غوره ويناوې/ ۲ برخه

 

ټولونه او زياتونه: رسول اشنا
۱۴ : ښه دومره کوه چې تاته تکلیف نه جوړيږي. د شپي اخېرې برخه کې ژړا د بختورو په نصيب وی. ساده خلکو سره په ساده ټکو کې خبرې کوه. (ساپي وېبپاڼه)
۱۵ : ګل او انسان: انسان ګلاب ته ويلې چې څومره ښکلي يې؟ خو کاش چې دا اغزي دې نه درلودلی ؟
ګلاب ورته ځواب کې ويلي: چې ته الله تعالي څومره پنځولي يې خو کاش چې په هر څه کې دې ړ عيب لټولو صفت نه لرلی! (مسلمه لیله)
۱۶ : شپه ډېره اوږده ده په ډېر خوب کولو سره يې مه بربادوئ. او ورځ بيا پخپل ځان کې ځلا او روښنایې لري، د ګناهنو په کولو سره یې مه تارېکه کوئ. (مسعود کندهارئ)
۱۷ : کوم شخص چې ستا هغه تعریفونه بیانوي کوم چې په تا کې نشته سبا به هغه الزامونه او تورونه هم درباندي ولګوي چې په تا کې نه وي. (مسعود کندهارئ)
۱۸: د الله پاک جل جلاله رضاء د مور او پلار په رضاء کې ده، او د هغه قهر او غضب د مور او پلار په قهر کې او غضب کې دی. (حضرت محمد ص)
۱۹ : تل دا دعا کوئ چې الله دی موږ له هغه خبرو څخه وساتي کومي چې الله نه خوښوي.
۲۰ : حسد او کينه به مو په روحي رنځ اخته کړي، د زړه له کروندې د کرکې اغزې وباسئ او د مينې ګلان پکې وکرئ.
۲۱ : کله چې تاسې نه کومه ګناه وشي، نو له هغې ګناه نه عبرت واخلئ. تر عبرت اخيستو وروسته له هغې ګناه توبه وباسې او هغه هېره کړئ!
۲۲ : صبر او حوصله تر هر زور او قوت غښتلی دی . (حميد)
۲۳ : له دې نه چې درواغ ارامي راکړي، خوښ يم چې رښتيا مې وخوروي. (محمودسعيد)
۲۴ : په ځان کې ښه اخلاق پيدا کړئ، ځکه چې د ښو اخلاقو لرونکې د ښه وجدان څښتن وي. (عزیزګومنام)
۲۵ : چا چې قناعت له لاسه ورکړ، هغه به هېڅکله هم د مال او دولت خاوند نشي. (حضرت ادريس عليه سلام)
۲۶ : کوم خلک چې خودغرضه وي هغه هېڅ کله هم ښه ملګرې نه شي کيداي. (حضرت ابوبکرصديق رض )