سويس د جوماتونو د منارو په اړه رېفرانډم(ټولپوښتنه) کوي

د سويس دولت راتلونکې اونۍ د مسيحي دموکرات ګوندپه غوښتنه دجوماتونو د منارو په اړه رېفرنډم يا ټولپوښتنه کوي. که چېرې اکثريت خلک د منفي ځواب ورکړي ،نو دا به د پارلمان له خوا په قانون واوړي او د منارو جورول به په رسمي توګه منع شي.د واتيکان د مهاجرينو د شورا رييس (انتونيو ماريا وليو) له دغې ټولپوښتنې سره مخالفت ښودلی او پر هغې يې نيوکه کړې چې ولې بايد پر مذهبي لږه کيو بنديزونه ولګول شي او د دوی د عبادتځايونو د جوړولو مخه ونيول شي. د ده په وينا په اروپا کې د مسلمانانو پر وړاندې يو ډول وېره رامنځته شوې چې دا د پوهېدو وړ نه ده .
د يادونې وړ ده چې په زياتره اروپايي هېوادونو کې دمنارو جوړول او په لوړ غږ اذان منع دي ،همداراز د يو شمېر اروپايي هېوادونو په ښوونځيو کې اسلامي حجاب هم منع شوی.