همت


کوچنۍ نجلۍ تېزه تېزه راغله د پارک تر څنګ د لارې پر سر یې د پیرکیو پتنوس کیښود، لاندې ځمکې ته یې څو زورور پوکي وروکړل خړ ګرد پورته شو او ځای په ځای یې پلتۍ ووهلې، زړې پلاستیکي چپلکې یې تر څنګ کیښودې او نظر یې خور کړ، په لاره د تیریدونکو کسانو له خوا یو تن راوګرځید ویې ویل په څو دي؟
کوچنۍ انجلۍ زر ځواب ورکړ: یوه دانه خالي په لس روپۍ، ګرم دي او چکني هم تازه ده بیا یې له پتنوسه تاو پلاستیک لرې کړ، د چکنۍ له ډبي څخه یې سر پورته کړ د پیرکیو تود بوی د چکنۍ له تریخ بوی سره یو ځای پورته شو، سړي یوه پیرکي ته لاس ور اوږد کړ په لاس کې یې ټول کړ او بیا یې د چکنۍ په ډبي کې ډوب کړ وروسته یې ډکه ډکه خوله پرې ووهله جینۍ خوله ټینګه کړه او تشې لاړې یې له مرۍ تېرې کړې.
سړي وویل: د غوړو د پاکیدو لپاره کومه صافي یا رنجه نه لرې؟
جینۍ زر د خیرن څادر څنډه ورمخې ته کړه ویې ویل ها پدې یې پاک کړه!
سړي وخندل بیا یې وویل: بچیه ستا څادر خو زما له لاسه هم خیرن دی، خیر بل ځای به یې پاک کړم. جیب ته یې لاس کړ لس افغانۍ یې د جینۍ په لاس کې ورکیښودې.
جینۍ وویل: ماما نوره هم وخوره ډير خوندور دي!
سړي وویل : نه ! نور نه خورم.
جینۍ پیسې په ورغوي کې سره راټولې کړې خوله یې ویته کړه او بیا یې سر د پارک د راوتلي سیمټي دیوال په څنډه کیښود، د روپیو لاس یې ورټول کړ او سر ته یې ورلاندې کړ، چې سترګې یې وغړولې ورځ بدله وه وجود یې جټکه وخوړه او زر یې پر پیرکیو لاس کیښود ټول ساړه وو؟ د چکنۍ پر ډبي یې سر کیښود، پلاستک يې زر زر د پیرکیو پر پتنوس راتاو کړ او لاسونو ته یې پورته کړ، چپلکې یې په پښو کړې او د جومات د دړې (دروازې) پر لور یې منډه کړه.