پور


د انګړ په مېنځ کې له غورځیدلي سګرټ څخه شین نری لوګی پورته کیدو، د دروازې ګړب شو ماشوم له کوټې راووت او د انګړ په لور یې منډه کړه، سګرټ یې راواخیست او په خوله کې یې ونیوه کش یې کړ. ماشوم وټخوید مور یې له پخلنځي ورته رامنډه کړه ټس شو ماشوم یې مخ ته په څپېړه وواهه او په غوسه یې ورته وویل؛ واچوه!
ماشوم کریغه کړه، د کوټې تر مخ لمر ته پروت ګګر سر او خیرنې جامې پر تن سړي له ځانه کمبله وشړله او انګړ ته یې رامنډه کړه، ژبه یې تر غاښونو لاندې کړه، ښځه یې په اورمېږ کې راونیوه او پدې ملا یې یو څو سوکان پرې ښخ کړل. ښځه په ځمکه کیناسته سړي یو څو لغتې په دې خڼه کې ورکړې او ښځه په ځمکه څملاسته وروسته یې ځوی غېږې ته راپورته کړ او په غوسه یې وویل؛ د کم عقل لورې که دا ځل د زما پهلوان ځوی وواهه بل کار نه کوم، وژنم دې.
سړی د کټ په لور راغی زوی ته یې ژاوله ورکړه، هغه چوپ شو بیا یې یو لاس په سینه کې ومنډلو او بل لاس یې اورمېږ ته ورپورته کړ زر زر یې ځان وګرولو لږ وروسته یې د کټ سر ته له بالښت لاندې ایښي سپین کاغذ او یو وړوکی کاغذي پایپ راواخیستل او د خپړې غوندې کاغد په مینځ کې یې سپین دارو( پوډر) واچول کاغذي پایپ یې په خوله کې ونیوه، وروسته یې په بل لاس کې د نیولي کاغذ لاندې برخې ته اور ورته کړ. د کاغذ په مینځ کې له سپینو پوډرو لوګی پورته شو سړي غلی غلی لوګی خپلې سینه ته کش کړ چې لوګی ختم شو کاغذ ته یې ورپوف کړل بیا یې تر بالخت لاندې کېښودل.
ماشوم یې له ځانه سره څملاوه او زر یې په ځان کمبله راکش کړه.
ښځه تر ځنډ وروسته له ځمکې راپورته شوه څادر یې په سر راکش کړ د پخلنځي په لور کږه وږه په یوه اړخ لاړه، له پخلنځي یې یوه تشه کاسه او یو ګیلاس راواخیستل د څادر پیڅه یې په ګوتو ورپورته کړه، سترګې یې پرې وچې کړې او پوزه یې کش کړه. اوږده ساه یې واخیسته او روانه شوه کوڅې ته راووته، د ګاونډي د کور دروازه یې وټکوله شیبه وروسته، وړه جلکۍ راووته ښځې جلکۍ ته کاسه او ګیلاس دواړه ورکړل
ورته ویې ویل: مور ته د ووایه چې یو ګیلاس بوره او یوه کاسه اوړه دې په پور راکړي بیا به یې زه ورته بېرته راوړم.