خیال

 
اوس د خپل وطن
خپل کلي کې دیره دی
هغه ړنګ کور ېې نن بیرت رغولی
نوی کور دی ، نوی ژوند نوې فضاء ده
جوړه کړېې هغه جونګړه بیا ده
دزیرلمر طلايي وړانګې را خورې دي
اور بلیږي تنور ګرم لوګی خیژي
ټپ ټپ دی دغرمې ډو ډی پخیږي
دانګړ په یوه کونج کې
یو خراوړی سپی تړلی
شاوخواته ېې څوچرګان ګرځي کړتیږي
د انګړپه بله خواکې
برګه لنګه غوا ولاړه
شخوند وهي په شنه شفتله
داده ټکنده غرمه شوه
دواړه غبرګ راغلله کورته
دبزګر په لاس کې بیل
دزوی لاس کې کتابونه
دغرمې ډودی تیاره
پیرکي یخې شړمبې،دي ترخه مرچ دي
جکړه نشته بس کراره کراري ده
نوی کور دي خپل وطن دی زنده ګي ده
نوره ختمه له وطنه بدمرغي ده
ژوندۍ دي او ارامه ارامي ده
۱۳۹۵/۶/۱۰