د  بېلا بېلو ليکوالانو غوره ويناوې:

 
 لومړۍ برخه
ټولونه او زياتونه: رسول اشنا
که څوک په رېښتنې توګه په ژوندانه کې نېکمرغي غواړي نو بايد د هغو لارو چارو پلټنه او څارنه وکړي چې نيکمرغۍ ته لاره هواروي. (ارمغان بهار)    
۲ : کوم شخص چې دنيا کې په کم شي قناعت کوي د هغه غم نه وي. (ابوتمام)
۳ : د انسان ستر دښمن د هغه  ګنا  ده .
۴ : که غواړې چې ستا عزت خوندي  پاتې شي لازمه ده چې د نورو خلکو عزت وکړې هغه څوک چې د بل چا عزت ته په درنه سترګه نه ګوري دوی په حقيقت کې خپل عزت له لاسه ورکوي . (افغان دوست)
۵ : کله هم چې د چا زړه ته درد ورکوې. نو دا فکر کوه چې ته هم زړه لرې، او هغه هم دردول کېږي.
۶ : د ژوند ستر راز صبر دی، نو بايد د يو ناڅرګنده راتلوونکي لپاره خپل حال تريخ نکړو .
۷ : هر انسان ته الله پاک د هغه د نيت پر اساس شی وربښي، نو ضرور به دا وي چې په هر کار کې صاف او ښه نېت ولرو که د ځان لپاره وي او که د بل لپاره. وايي نېت صاف، منزل اسان، . (عبدالقادرالکوزي)
۸ :  په دنيا کې غريب هغه څوک دی چې دوست
نلری.
۹ : هېڅکله هڅه مه کوه چې په دوکه او دروغ ويلو باندی د چا اعتبار او توجه ځان ته جلب کړي، ځکه دا فريبکاری حسابيږی، او  خلاف د حق کار دي . (عبدالقادرالکوزي)
۱۰ : وخت ژر تېریږي عمر هم لنډيږي په څېره کې هم بدلون راځي. خو غوره انسان هغه څوک دی چې په اخلاقو کې بدلون رانولي .
۱۱ : هر نصيحت چط کوي لمړي خپله عمل پري وکړه. (لقمان حکیم رح)
۱۲ : هغه کس چې نصيت اثر پري نکوي نو پوه دی شې چې زړه یې د ايمان څخه خالي ده . ( حضرت ابوبکر رضی الله تعالي عنه )
۱۳ : هيڅ مسلمان لپاره دا روا نده  چې  د  بل مسلمان ورور سره  له  دريو  ورځو  زيات خفګان وکړي. (صحيح بخاری)