
یـو شـړیــدلی شان تصویـریـم یـــوټــوټـه ټـوټـه انـځـور یـم
یـوریـښی ریـښی ګـریـوان یـم د بی غـوره خلکـو کـور یـم
یـوه کـیږدۍ تـوپـان وهـلۍ بس پـه مـرانـدو ټـیـنګـیـدی شـم
کــه د نـنګ مـــیـړونـه پـاڅـي چې د چـا د نـغـري اوریـــم
مارګــالـه یــم تـاتــره یـــم چـی مــورچــل ومـه مـغـول تـه
نـو بـیـا ولې اوس پـښـتون تـه دمغـول دځـوي پـیغـور یــم
بـی وسلې چې پـرې ورتـلـمـه پـه بـابــــــړه مـړ کـیــدمــه
په ټکـــر کی رژیــــدمـه دخـــدایی خــدمـتــګار زوریــــم
چـارســـدې کې یـتــیـــمانــو پـه تـــیـرا کـی شـهـــیـدانـــو
مغــولګۍ کې مـــړو غـازیـانو خجـالــتـه او مخـــتـور یم
دولســم اګسـت مې هــیر دی څـوارلسم اګـست ته ناڅـــم
کـس ناکـس راپـورې خانــدي زه بې سـوره بې ټکــوریم
خـدمـتګارچې پـه دې پــړدی بس له عـاره ځــنې مـړدی
زه دخپل کورخاوند نه شوم تل مات شوی له خپل وروریم
محمديوسف خدمتګار مزدور زوی