ماښامه


ستړی ستړی بې دمې یمه ماښامه
تنها شوی بې اسرې یمه ماښامه
تاریکي ده دیوالونه دي او زه یم
بې څراغه بې ډیوې یمه ماښامه
اوس دخپلو ارمانوپرمزار ژاړم
منجور دهدیرې یمه ماښامه
ستاهم هغه سکون نشته په تیاره کې
زه هم داسي بي مزي یمه ما ښامه
تنها نه یم تنهايي مې ده ملګرې
خیر دی اوس که بې هغې یمه ماښامه
زه د اوسپنې لوی غرومه ولاړ وم
اوس اوبه اوبه اوبه یمه ماښامه
هم رڼا کې مرم هم ستا په تاریکۍ کې
لوی مجرم د زمانې یمه ماښامه
پیکه شوي عمرخیل ته ټول رنګونه
بې خماره بې پیالې یمه ماښامه

۱۳۹۵ زمری ، کابل افغانستان ـ مرمرینه ماڼۍ