
د لوی او مهربان څښتن تعالی په سپيڅلي نامه
لیکوال: عبادالله صافی
رښتېنې کیسه ده. نږدې دوه اونۍ وړاندې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې زموږ یو ډېر اخلاقي، پرهېزګاره او نږدې ملګری د هېواد او ولس د دښمنانو لخوا د ۵ نورو ملګرو سره په شهادت ورسید.
دا د یو داسې ځوان کیسه ده چې زه یې نه یادونه هېرولی شم، نه یې د اخلاقو عوض وینم، نه یې د انسانیت او شخصیت ډکه کېږي او نه یې هم د پرهېزګارۍ مثال ویلی شم. دا ځوان زموږ کلیوال وو. د عمر په شاوخوا ۱۴ کلنۍ کې یې د خدای خوږه تحفه، د ژوند سیوری او د مهربانۍ لویه هستي (مور) د سترګو څخه پناه شوه. ځوان درې نور وروڼه لرل، دی تر نورو مشر وو؛ څلور خویندې او یو نالوستی دادا چې ډېری وخت یې ورځنۍ مزدوري کوله، درلودل. د وخت پر تېرېدو د ځوان خویندو د نورو کورونه اباد کړل. دا ځوان، وروڼه، دادا او یوې خور یې د بې وسۍ د ژوند شپې او ورځې سبا کولې. دا چې پلار یې نالوستی هم و، خو د وخت د غوښتنو سره سم یې خپل زامن په ښوونځي کې داخل کړل. د زامنو یې د ښوونځي سره هیڅ شوق نه وو، خو پلار یې ددوی ټولو غوښتنو ته ځواب وایه او دوی یې زده کړې ته هڅول. د ځوان نورو وروڼو ښوونځی پرېښود، او یواځې دا ځوان و چې، د پلار هیلو او امیدونو ته یې اوږه ورکړه او د ښوونځي پر لور یې خپل قدمونه جاري وساتل. تر ده کشر ورور یې د یوه خیاط سره کښېناست او د تر ډېره ورسره پاتې شو تر څو خپله د پلار سره کور ته په نفقه راوړلو کې مرسته وکړي. نور دوه وروڼه یې کم عمره وو او د ژوند ستونزو یې پښې لا نه وې رابندې کړې؛ نو هماغه وو چې د بې غمۍ په خوب ویده وو. ځوان نور دوه ترونه هم لرل مګر د لوست شوقیان نه وو. د ترونو زامن یې هم تر ډېره نالوستي پاتې شو. د ځوان د کاکا يو ځوی د هېواد د ملي پوځ لیکو ته لاړ او په ننګرهار کې خپل دنده یې تر سره کوله. ځوان هم خپل ښوونځی تعقیبوه او هم د خپل پلار سره په بازار کې د چوکيدارۍ وېښې شپې هم تېرولې؛ وخت ناوخته یې د خپل پلار سره یو ځای د هټیوالو د وړو او سيمنټو بوجۍ هم کښته کولې، او د ستونزو څخه یې خپل لاره بچوله. دا چې تر ده کشر ورور یې د کسب د زده کړې لپاره د خیاط سره ناست وو، استاد شو؛ خپل ماشین او سامان یې واخیست او په داسې یوه مارکيټ کې چې دوی یې چوکیدارې هم کوله، د خياطۍ دوکان ونیوه. ده خپل دوه کشران وروڼه هم له ځانه سره کښېنول. دا وخت نو د ځوان د ښوونځي دوره هم پای ته رسېدونکې ده. خپلې زده کړې یې تر دولسمه ورسولې او د کانکور د ازموینې لپاره یې که څه هم کوم ځانګړي کورسونه ونه ویل، مګر د کانکور لپاره یې نوم لیکنه وکړه. ژوند تېرېده، دا وخت یې اقتصادي وضعه تر پخوا ډېره ښه شوې وه. وروڼو یې خیاطي کوله، ځوان او پلار یې د شپې لخوا د مارکېټ چوکېداري کوله... د کانکور ازموینه یې ورکړه او د پایلو راتلو ته یې د انتظار شېبې شمارلې.
د ځوان د کاکا ځوی چې د ملي پوځ په لیکو کې وو، له ده سره خبرې وکړې او ورته یې د هېواد د دفاع او همدارنګه د معاش کيسې وکړې. د کاکا زوی یې ځوان ته دا یادونه هم کړې وه چې، ما خوب لیدلی دی او ته هیڅ کوم پوهنځي ته نه یې بریالی شوی، او بې نتېجې یې. نو هماغه وو چې د ځوان زړه یې رامات کړ او د ملي یوځ د افسرۍ لپاره یې خپل کارونه پیل کړه. لنډه دا چې ځوان د وخت په تېرېدو یو برحاله افسر شو او د ننګرهار د ولایت د ګوشتې په ولسوالۍ کې یې د خپلې خاورې ساتنه کوله. په اونۍ، دوو کې به یو ځل کور ته راته. پلار یې ورته د ژوند د ملګرې (ښځې) په لټه کې شو او هماغه وو چې ځوان ته یې واده هم وکړ. دا وخت نو د ځوان د دندې کال پوره کېدونکی دی. همداسې د ملي پوځ په لیکه کې پاتې شو. په ځوان د خدای لویه پیرزوينه وشوه او په کور کې یې کوچنی پیدا شو. دوی په کور کې د شاوخوا ۱۵ کالونو لپاره د ماشوم له زیرې بې برخي وو. نو هماغه وو چې د رب شکر یې ادا کړ او د دود سره سم یې د ماشوم پالنه پیل کړه. د ځوان څخه کشر ورور ته یې هم کوژده وکړه او ژوند یې مخ پر ښه کېدوه شو. دا چې لږ څه یې اقتصادي وضعه ښه شوې وه، غوښتل یې نوی کور جوړ کړي تر څو د خپل کشر ورور د واده مراسم هم تر سره کړي. هماغه وو چې د کور چارې یې پیل کړې او سر ته یې ورساوه. اوس نو ځوان د یوه ټولي مشر دی. اونۍ کې یو ځل کور ته راځي. له هر چا کشر، مشر، ورور، ملګري او حتی د لارې د لاروو سره یې داسې چلند کاوه، ته وایی دوی له ډېره پخوا سره پېژني.
لنډه دا چې خپل ورور ته یې واده وکړ، او د وخت په تېرېدو یې ورور د لومړي ځل لپاره د نارینه ماشوم له زیرې برخمن شو.....
دونۍ اونۍ د مخه ځوان پیلنۍ (شنبه) پداسې حال کې د خپل کور څخه دندې ته راځي چې، پوسته یې بدله شوې. قومندان یې ورته ویلي چې ستاسې پوسته بدله شوې او نوې پوستې ته لاړ شه، ستاسې د ډلې ملګري تللي دي. ځوان په کور کې له ټولو څخه خدای په اماني اخلي او خپلې دندې ته ځي. کله چې خپلې پوستې ته رسيږي نو ملګري یې ورته وایې چې نن په موږ باندې راپور دی او جګړه نښلې. دی او ۵ نور ملګري یې په یوه پوسته کې د ده تر امر لاندې دي. د دوی سره یوه بله ۲۶ کسیزه ډله د یوه بل قومندان تر امر لاندې ده. د شيې یې ګزمه وهلې او د کلیوالو څخه یې پوښتنه کړې ده، چې ایا تاسې کوم ډول شکن کسان ليدلي دي چې ناقانونه وسلې ګرځوي؟ دا چې دوی ته د راپور خبر هم د کلیوالو لخوا ورکړل شوی وو، خو دا ځل کلیوال د نه ځواب ورکوي او په خپله تېره خبره پښېماني څرګندوي. دوی بېرته خپلې پوستې ته تللي او دا چې خبر نامعقول ثابت شوی، ډوډۍ یې تیاره کړې. دلته يه دوی باندې د لرې واټن څخه ډزې شوې دي. هغه ۲۶ کسیزه ډله چې د یو بل قومندان تر امر لاندې ده، د قومندان په ګډون د جګړې له میدانه تښتېدلې؛ اوس نو ځوان او د ده ۵ ملګري په پوسته کې پاتې دي. په دوی د یو څه وخت مقاومت وروسته وسلوال د شا له لوري راغلې دي او دا ۶ واړه ځوانان یې په شهادت رسولي دي. دولت لا د پېښې له اصلي حالته ندی خبر. د ځوان او نور ملګرو شهیدانو جنازې وشوې او د خپل هېواد په ساتنه کې یې خپل روح د حق داعې ته وسپاره.
انا لله وانا الیه راجعون.
ځوان محمد نسیم حقیار نومېده.. روح یې ښاد او یاد یې تل پاتې. د شهادت نيټه: ۰۸/۰۸/۲۰۱۶
انځور: