لویه جرګه، لوی مسؤلیت او نامعالوم برخلیک! 

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مخالف لوری چې په خبره یې دا دولت په رسمیت نه پېژني او د کابل اداره یې بولي د خپلو ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون تړون یې امریکا سره پر خارجي ځواکونو د ډز بندیز او د افغان دولت سره د مذاکرتو په بدل لاسلیک کړ. 

د امریکا له فشارونو او د مذاکراتو د وعدې پر اساس افغان دولت د ۵۰۰۰ طالب بندیان چې د افغان ولس د سرونو او وینو پر وړاندې یې د ټوپک شپېلۍ ګرمې ساتلې وې، خوشې کړي. د یادولو ده چې طالبانو د زر تنه افغان جنګیالیو چې د ملي پوځ او یا هم د طالبانو په وینا د دولت په چوکاټ کې دندې تر سره کړي، خوشې کړي. د امریکایانو او طالبانو له تړون ورځې وروسته طالبانو عام خلک بندیان کړل تر څو زر تنه بندیان پوره او دولتي وګړو په نوم یې خوشې کړي. 

د دولت له لوري د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ پیل شوه او په ډېر تلوار یې بندیان په دې نیت خوشې کړل چې طالبان به د افغان دولت سره د سولې لپاره د افغانانو تر منځ مذاکراتو ته کښیني. د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ وروستۍ شوه خو طالبانو يه یوه او بله بهانه د کړې وعدې شاته کېدل. 

په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان دولت مشرانو ته د څلورو سوو طالب بندیانو یو لیست ورکړ چې د طالبانو په غوښتنه یې خوشې کړي. په دې ۴۰۰ کسانو کې د هېواد د مظلوم ملت بې رحمه قاتلین او عام وژنې پلانوونکي هم شامل و. 

د ااج دولت مشر محمد اشرف غني چې تر دې دمه یې د پنځو زرو طالب بندیانو له ډلې نږدې ۴۹۰۰ بندیان خوشې کړي و، د څلور سوو طالب بندیانو د خوشې کېدلو فرمان یې له خپل صلاحیت لوړ وباله او د لوې جرګې د راغوښتلو حکم یې وکړ. د یوې اونۍ په دننه کې یې د ۳۲۰۰ ګډونوالو د راټولېدو او ۳۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت لویه جرګه راوبلله. 

لویه جرګه په لومړي سر کې د یوې ورځې لپاره او وروسته بیا دویمې او دریمې ورځې ته وغزېده. لویه جرګه چې ډېرو هېوادوالو یې مخالفت هم کاوه او دا یې یوه نمایشي او د ااج دولت مشر د ناسمو پریکړو او ناکامیو پړه پر ولس وراچول بلله، د تېرې لوې جرګې پریکړو ته د نه ارزښت او نه درناوي له امله یې لویه جرګه په دې شرایطو کې یو بې ځایه لګښت او د وخت ضیاع وبلله. 

لنډه دا چې لویه جرګه په داسې حال کې راوبلل شوه چې د جرګې ګډونوالو سره د څلور سوو (ورکړل شوي لیست له نظره) بندیانو نومونه، د هغوی پېژندنه، د هغوی جرمونه اود هغوی د د جرمونو په اساس هغوی ته د ورکړل شوي بند موده او نور ضروري معلومات ورنه کړل شول او په ناخبره، نالیدلي او ناپوهېدلي ډول لوبه جرګه دویمې او دریمې ورځې ته وغزېده. دا داسې یوه جرګه شوه لکه په پښتنو کې ښځه کول چې نه ځوان خپله جنغله لېدلي وي او نه پېغلې خپل چنغول لیدلی وي او لکه د پټې خزانې په نالیدلي ډول د هغوی والدین یو د بل سره د خپلوی پریکړه وکړي. همدغسې د بندیانو له جرمونو ناخبره، د هغوی له جزا ناخبره د هغوی له جرمي سابقې ناخبره لوې جرګې د څلور سوو طالب بندیانو د خوشې کېدو پرکړه په داسې شرایطو وکړه چې د هغوی د خوشې کېدو په صورت کې به نړیوال معتبر ضمانت اخلي تر څو خوشې شوي بندیان بیا د جنګ او افغان وژونکو ډلې ته ونه ګرځي. د دریو ورځو په داخل کې به بین الافغاني مذاکرت پیلېږي. مګر که سترګې پټې نه کړو نو څوک د یو قاتل ضمانت ته اماده دي؟ یو څوک چې تل یې قتل کړی وي او په یو بدنام نوم مشهور وي، د هغه ضمانت ته څوک زړه ښه کوي؟ نړیوال په هیڅ صورت د قاتلینو ضمانت نه کوي. 

لنډه دا چې د ااج دولت د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کېدو لړۍ پیل کړه او په لومړي سر کې یې ۸۰ نفر بندیان خوشې کړل. د بین الافغاني مذاکراتو وخت مشخص شو. د ااج دولت له لوري مذاکراتي ټیم خپل تیارې وښود. آن قطر ته د مذاکراتي ټیم غړو لپاره د تګ چمتوالی ونیول شو. خو طالبان بیا په شاه شول. په جګړه کې د وژل شویو طالبانو جسدونو ته د سپکاوي او نورو نومونو یې مذاکرات پرېښودل. په ورته وخت کې استرالیا د طالب بندیانو خوشې کېدل وغندل او له ااج دولت یې وغوښتل تر څو د هغوی د استرالیايي وګړو قاتلین له بنده ازاد نه کړي. همدارنګه د فرانسې هېواد هم د ااج له دولت وغوښتل چې هغه درې طالب ترهګر دې نه خوشې کوي چې فرانسوي وګړي یې وژلي دي. 

اوس د لوې جرګې پرېکړه، لوی مسؤلیت او د طالب بندیانو خوشې کېدل، د بهرنیو هېوادونو غبرګونونو، د سولې مذاکرات یو نامعلوم برخلیک لري. طالب حکومت او حکومت طالب پړ بلي.