ټوله نړۍ د کروناوایروس (کوېډ -۱۹) په سر اخیستې. اتومي قدرتونه ورته سر په ګونډو دي. د ټکنالوژۍ په اوج کې دې وایروس ته تر اوسه واکسین او د معیارې درملنې اسباب نه دي برابر شوي. د نړۍ پرمختللو هېوادونو یې د خپرېدو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیولي. آن دا چې تر ټولو مهمې او ارزښتمندې اداري چې ښونیزې او پوهنېزې ادارې دي، وتړل شوې. د مسجدونو پر ځای پر کورونو کې د لمونځ کولو تؤصیه کېږي. د ګڼې ګوڼې ځایونه لکه هوټلونه، رسټورانټونه او هر ډول رسمي او غیر رسمي غونډې متوقف او وځنډېدلې. هغوی چې په یاد وایروس اخته دي، د یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي. زموږ په هېواد کې آن د نامعلوم برخلیک سره، سره له روغتونونو هم تښتي.
زموږ د ډب مسلمانانو چې ویل یې ”کرونا وایروس خدای د کافرو لپاره رالېږلی دی. دوی چین کې پر مسلمانانو ظلمونه کول نو ځکه پرې خدای عذاب نازل کړ “. ځینو به ویل ”دا وایروس مسلمانان نه نیسي ځکه چینایان ګناهونه کوي او ناپاک خوراکونه کوي“. مګر کله چې وایروس له چین څخه نور هېوادونو ته سرایت وکړ، تر ټولو د مقدس ځای طواف پر خلکو حرام شو. دا همغه مسلمانان و چې ویل یې دا وایروس د کفارو لپاره د خدای ج عذاب دی او مسلمانان نه پرې اخته کېږي (امراض او وایروسونه دین، مذهب او قوم نه پېژني). مګر دلته هغه فکر له منځه ولاړه چې سعودي هر ډول ګناه د حلال کلمې په کارولو سره روا وبلله. په هوټلونو کې د نامحرم نارینه او ښځینه ګډ اوسېدل، حلال شراب څښل، حلالې ډیسکو ته تلل، د وخت لپاره حلاله نکاه او نور... (په دوی عذاب نه و؟) تر دې ورهاخوا.
دا چې موږ په یوه منځوې جغرافیه کې موقیعت لرو او لا مو هم اقتصادي او تجارتي تکیا پر ګاونډیو هېوادونو ده، په دې وروستیو کې زموږ ټولې پولې د بهرنیو هېوادونو سره وتړل شوې مګر د تجارت لارې خلاصې دي. خو بیا هم د لار بندښت ساعتونه نه و تېر چې دلته د اجناسو قیمتونو اور واخیست. د ډب مسلمانانو د لومړنیو او خوارکي توکو قیمتونه دومره لوړ کړل چې له پلورلو یې خلک عاجز شول. دا لومړی ځل نه دی. زموږ مسلمانان تل په احتکار مرتکب شوي کوم چې دین هم منع کړی.
زه یې دلته په لنډو ټکو لیکم چې کیسه اوږده نه شي...
روژه د رحمت، برکت او مغفرت میاشت باله شي. مګر په رارسیدو یې زموږ مسلمانان د لومړنیو او خوراکي موادو قیمتونه بې له کوم رسمي او شرعي دلیله لوړوي. که کوم ګاونډي هېواد له افغانستان سره د پولو د تړلو خبره یاده کړه، زموږ مسلمانان بیا د جناسو قیمتونه دومره لوړ کړي ته به وایې نور یې تولید بند شو. که کوم جنس د یوه مرض او یا هم د ښې استفادې او ګټې وړ وبلل شو، مسلمانان بیا هغه شی د اور په بیه خرڅوي. (اخر ولې؟ مسلماني دې چېرته لاړه؟ ظلم د څه لپاره؟)
د یو چینایي (کافر) سوداګر له قوله لیکل کېږي “یو مسلمان سوداګر له ما په چین کې اموال اخلي او خپل هېواد کې خرڅوي. یو ځل مسلمان سوداګر زما په کور کې راسره میلمه شو. د نورو خوراکونو تر څنګ د خوګ غوښه او شراب مې یې مخې ته کېښودل.
مسلمان ویل چې دا شیان نه خورم او نه څښم دا حرام دی. ما د حلالو شیانو د خوړولو ورته وویل. له خوراک وروسته مسلمان سوداګر د اجناسو په اړه راسره غږېده. مسلمان سوداګر راڅخه وغوښتل چې د اجناسو کیفیت او کیمیت یې ټیټ جوړ کړم خو ټاپې او قیتونه پرې د اصل او معیاري اجناسو ووهم” دا شوه د ډب مسلماني.
د اسلام دین د عدل دین دی مګر مسلمانان ډېر بې انصافه دي.
وروستي