د لوی او مهربان څښتن په نامه
موږ په هند کې لوړې زده کړې کولې. د ماسټرۍ دوره کې مو نږدې ټول ټولګیوال هندیان و یوازې زه افغان وم. همدا وجه وه چې ملګري مو ډېر او زما یې ډېر خیال ساته. هند کې مذهبي ورځې او فیسټیولز ډېر دي. ډېر ځله به په داسې ورځو کې ملګرو د کور ته تللو راته ویل. مګر ما نه خوښول هغوی سره کورونو ته لاړ شم.
ما کوښښ کوه ملګري رخصتیو کې خپل اطاق ته راوغواړم او که مې نه غوښتل، خپله به راتلل. د افغاني دود سره سم به مو شین چای او یو څه وچه میوه چې د هندیانو ډېره خوښېږي، بنډار مو پرې جوړوه. د ملګرو له ډلې مې یو هم دییپک شرما و. هغه د هند د دهرادون څخه و. والیبال یې ډېر خوښېده خو پرې نه پوهېده. په کومه ورځ چې به موږ کرکټ نه کاوه، ما ته به یې ویل چې والیبال ورسره وکړم. بیا به ملګري ډېر شو، کله به بال هم ورته نه رسیده.
زموږ درسونه پای ته په رسیدو و او دییپک ټینګار کوه چې د هغه سره دهرادون ته لاړ شم. هغه به ویل دهرادون لکه ستاسې د افغانستان په څېر غرونه، تپې او ونې لري. ما به ورته ویل. بیا یو وخت درځم. په همدې کې مو درسونه پای ته ورسیدل. ازموینې مو پیل او د نږدې شل ورځو په درشل کې پای ته ورسیدې. ما باید له ځانه سره خپل ټول تحصیلي اسناد اخیستی وای او بیا هېواد ته راستون شوی وای. په همدې پار هلته معطل وم.
دا چې هغه وخت مو کرکټ سره مینه ډېره وه. د افغانستان د لوبو تقسیم اوقات به مو چک کاوه. د هند په دهرادون کې د افغانستان او بنګلدیش تر منځ درې شل اوریزې نړیوالې لوبې وې. ما له دییپک پوښتنه وکړه چې د رجیو ګاندي انټرنیشنل کرکټ سټدیوم د دهرادون کوم طرف کې دی. هغه وویل چې هغه خو زموږ کور سره نږدې دی او لږ وخت کېږي چې ترمیم شوی دی. ما ویل هلته د افغانستان او بندګلدیش ۳ شل اوریزې لوبې دي. زما خو رخصت و او غوښتل مې د لوبو لیدو ته لاړ شم، هغه هم ویل چې اوس خو باید راشې.
د ۲۰۱۸ د جون په دریمه نېټه لومړی شل اوریزه لوبه وه. دا وخت نو زموږ روژه هم وه. ما دییپک ته وویل چې تاسې کومو موټرو کې دهرادون او له کوم ځایه ځئ؟ هغه ویل زه درته د ټرین ټیکټ درولېږم، دلته باید ټرین کې راشي. له ځان سره مې د خوراک او پوښاک ټول شیان واخیستل. د ټرین ټیکټ یې راولېږه او د جون په دویمه د شپې ۱۱ بجې د جلندر له ښار څخه دهرادون ته تلونکي ټرین کې کښېناستم. دا نو پنځلسمه روژّه وه. د نږدې ۱۱ نیم ساعته سفر وروسته د سهار ۱۰ او شل دقیقې دهرادون ته ورسیدم. دییپک ټرین سټیشن کې ولاړ و. د ام جوس او یو څه چپس یې راخیستي و. زما روژه وه او هغه دا هر څه زما لپاره راخیستي و. خو دا چې ملګری مې و، ورته مې وویل چې زموږ خو روژه لا نه ده خلاصه، ۱۵ ورځې لا پاتې دي. نو هغه پوه شو. جوس او چیس یې زما بیک کې واچول او دواړه په موټر سایکل د هغوی کور ته ولاړو. دا وخت نو نږدې یوه نیمه بجه ده. کور کې یې یوازې یو وړوکی ورور و او نور خلک خپلو کارونو پسې تللي و. زه تشاب ته لاړم او اودس مې وکړ. کور کې دویم منزل ته وختو. اوړی و، په بالکن کې یو چپرکټ او اسفنج پراته وو. همدا نن ماښام د روژه ماتي پر وخت لومړی لوبه هم پیلېده. ما دییپک ته وویل چې زه بې خوبه یم، دلته ویده کېږم او ستا خپله خوښه. ویل زه لاندې کمپوټر کې کار کوم. هغه لاندې ښکته شو. ما همدلته دوه رکعته مسافرانه لمونځ وکړ او ویده شوم. مازیګر وخت و. د دییپک مور، پلار، کوچنۍ خور او یو کوچنی ماما زوی یې راغلي و. زه هم پاسیدم. ملګري ته مې زنګ ووهه هغه پاس راوخوت او همداسې دواړه راښکته شو. د هغه د کورنۍ له غړو سره مخ شوم. جوړ په خیر مو سره وکړل. مور یې ډېره مهربانه ښځه وه. دییپک مخکې زما باره کې ورته ویلي و. ویل ډېره خوشحاله شوم چې دلته راغلې. دییپک ستا باره کې هر وخت کور کې کیسې کولې. هغې ما ته د یخچال نه جوس راوړل، زما روژه ده، ګیلاس مې له ځان سره تر یو وخت ونیوه، هغه یو څه شی پسې پاسیده، دییپک ته خو مې ویلي و. ګیلاس مې ورکړ هغه وڅښه او ګیلاس یې بیرته کېښود.
ما اودس وکړ. ملګري ته مې ویل چې بیرون ووځو، هلته به یو اطاق هم ونیسو. هغه دپښتنو په څېر وویل ” فقط موږ شرموې. ولې دا کور نه دی چې ته دلته اطاق نیسې؟ زموږ کور دې خوښ نه شو؟ زما مور څومره خوشحاله شوه، تا ونه لیدل؟“ ما نو هیڅ ویلو ته نه لرل. همداسې دواړه په موټر سایکل د مسوري ځنګل طرف ته په چکر ووتو. هلته مې دوه رکعته لمونځ وکړ. عکسونه مو واخیستل. ماښام ته نږدې وخت کې همداسې د کرکټ میدان ته لاړو. د میدان مخې ته د ځایی رسنیو والا هم راغلي و. ما پر اوږدو د افغانستان بیرغ اچولی و. ملګري مې د رسنیو والا ته وویل دا زما ملګری دی، د افغانستان نه راغلی دی. له دوه رسنیو سره مو خبرې وکړې. نوم او عکسونه یې واخیستل، ویل د سبا اخبار بیا وګورئ. مو لاړو روژه ماتی مو وکړ او لوبه شروع شوه. د لوبې منځ کې ډېرو هندیانو له موږ سره عکسونه واخیستل. د مبایل نمبر یې واخیست. یو نفر سره یې ماشوم زوی و. هغه ته یې وویل ”دا کاکا دې د افغانستان دی“. ماشوم ډې مینه ناک او عاجز و، ما لاس ورکړ. عکسونه یې واخیستل. مبایل نمبر یې واخیست. لوبه افغانستان وګټله، زه او ملګری مې د شپې نږدې دولس بجې کور ته راغلو. ټول ویده و، موږ پاس اطاق ته وختو، همداسې مې لمونځ او سهري یا پیشنمی هم وکړ. ویده شوم. د دوه لوبو منځ کې یوه ورځ وقفه وه. سبا ته نو رخصت و. موږ ښار ته لاړو. چکر مو ووهه. کور لپاره مو سودا وکړه. هغه نفر چې ماشوم ورسره و. زنګ یې ووهه. ویل چیرته یې؟ ما ویل ښار کې یم. ویل دلته زما دوکان دی او هغه زوی مې وایي چې دا چېرته دی زه غواړم ورسره ووینم. ما مې ملګري ته وویل. هغه ویل صحیح ده ورځو. د دوکان ادرس یې راکړ او ورغلو. د سبزۍ او تازه میوو دوکان یې و. دلته نو پوه شوم چې دا سړی مسلمان و. هغه ماشوم زه ولیدم، خپل پلار ته یې وویل هغه دی کاکا راغی. په منډه زموږ طرف ته راغی. ما غېږ کې واخیست. یو څو دقیقې دوکان کې پاتې شو. په تللو کې یې لیمو، بادرنګ او سبزي په پلاستیک کې واچول ما ته یې راکړل. ما ویل موږ هر څه اخیستي خو بیا هم لیمو مو ترې راواخیستل. بل ځای مو د ګل بوټی واخیست. کور ته راغلو. دا نو مازیګر وخت دی. د ديیپک مور جوس راوړل. دا ځل مې نو باید هر څه ورته ویلي و. ما ویل زما روژه ده. هغې ویل دا خو د اور پاخه نه دي. ما ویل موږ روژه کې هيڅ شی هم نه خورو نه څښو. ډېره حیرانه شوه. ویل دا خو لویه ورځ ده. یو بل څه شی به درته راوړم. ما دییپک ته اشاره وکړه. هغه یې مور ته وویل چې بیا به یې ماښام وخورو. مور یې ویل نو زه به ماښام ته دې لپاره ډېر شیان جوړ کړم. دې خو ټوله ورځ څه شی نه دي خوړلي. خپلې لور ته یې هم وویل. چې د ده روژه ده او تر ماښامه هیڅ شی نه خوري. نو دې لپاره ښه شیان جوړ کړه چې ماښام یې وخوري. هغه هم حیرانه شوه. ما ته یې ویل هیڅ شی هم نه خورې؟ دا خو ډېره سخته ده...
موږ بهر ووتو. لمونځ، چکر او عکسونه مو واخیستل. ماښآم ته نږدې وخت بیرته راغلو. دا نو د هندو کور کې روژه او د روژه ماتی وخت دی. ما ته یې ویل څه وخت به ډوډۍ خورو. ما ویل په شپږ او پنځوس دقیقې. روژه ماتی یې پر وخت تیار کړ. دا لومړی ځل دی چې هندیان په یو ځای او په جمع د یو مسلمان سره ډوډۍ خوري. زه، دییپک او پلار یې یو ځای ډوډۍ ته کښیناستو. د ديیپک مور چپاتۍ (وړې ډوډۍ) پخولې او خور یې موږ ته د ام جوس او د روح افزا شربت جوړ کړ. روژه ماتی مو وکړ. بیرون ووتو. لږ ناوخته بیرته راغلو. دا نو د دهرادون شپه ده. د وطن اوړی یې رایاد کړ. مور او پلار یې ما ته ویل دا ګل به ته په خپل لاس کېږدې تر څو یاد دې دلته پاتې شي. د تعمیر د بام په سر مو دوه چپرکټه او یو چوکۍ واچول. او لکه د وطن په څېر سره کښیناستو. دا نو ډېره جالبه وه. د دییپک کوچنۍ خور د شیدو چای راوړ او ډېرې کیسې مو وکړې. د افغانستان او خلکو په اړه یې ډېرې پوښتنې وکړې. ناوخته شو. هر څوک خپل ځای ته لاړل او ویده شو. زه او ملګری مې خپل اطاق ته لاړو. ما لمونځ او پیشنمی وکړ. ویده شو. سبا ماښام نو د افغانستان بله لوبه وه. دا ځل نو د کرکټ د کاکا او ځینو نورو افغانانو سره میدان کې یو ځای شو. له لوبې مو خوند واخیست او له نیکه مرغه لوبه بیا افغانستان وګتله. سیریز زموږ شو. کور ته راغلو. زما په یو مخ د هند او پر بل د افغانستان بیرغ و. د شپې مو کور کې عکسونه واخیستل. او همداسې خپلو ځایو ته لاړو او ویده شو. زه نو بیرته خپل ځای ته تللم. د ټرین ټیکټ د مازیګر په ۵ نیمي بجې و. د ورځې مو چکر ووهه. لډو مو وکړه. مازیګر راووتو چې لاړ شو. لکه د خپل کور په څېر راسره تر ډېره ځایه همداسې پياده راغلل بیا مو نور پرېنښودل. زه او ملګری مو ټرین سټیېشن ته راغلو. ټرین کې په خپله چوکۍ کښېناستم او ملګری مې رخصت کړ. زه د سهار ۵ بجې جلندر ته راورسیدم.
لږ مخکې مې هغه ملګري زنګ وهلی و. مور یې ویل ته خو بیرته هیڅ رانغلې. دهرادون ته راشه کنه. د دییپک واده ته هم رانغلې. هغه د لاس بوټی دې نږدې دی ګلان ونیسي. ما ویل زه اوس افغانستان کې یم. د ویزې مشکلات ډېر دي. چې کله راغلم بیا درځم.
دهرادون ته د مینې ښار وایي. او ما په رښتیا دا حس کړه چې واقعآ د مینې ښآر دی. دومره مینه ما په هند کې بل هيڅ ځای حس نه کړه. له خپله کور ورهاخوا ما ته ډېره مینه همدلته راکړل شوه. دهرادون دې اباد وي.
انځوریز البم مې وکوت، دهرادون یې رایاد کړ. ومې غوښتل دا خاطره له تاسې سره هم شریکه کړم. هیله ده درباندې غمېدلې نه اوسي.
وروستي